fbpx

د یوه حدیث شرحه (څوارلسمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

3ـ دریم درجې لوړوونکي:
صَلَاةٌ بِاللَّيْلِ، وَالنَّاسُ نِيَامٌ

دریم ـ درجې لوړوونکی عمل د شپې دخوب په مهال شپه روڼول او عبادت کول دي ، د دې عمل سختي او اهمیت ته په حدیث کې نغوته شوې ده او هغه له (صلاة اللیل) سره د ( والناس نیام) د جملي راوړل دي ، یعني شپه د ارام او راحت له پاره ده او په عامه توګه ټول خلک د شپې ارام او خوبونه کوي خو په دې وخت کې چې یوچا دالله له ویري نه خوب پرې اېښی وي او دالله په عبادت بوخت وي دا رښتیا هم ستر او لوی عبادت دی او ځکه خو یې لامله د مسلمان درجې لوړوي .

په قران کریم کې د قیام اللیل فضیلت

په قرانکریم کې پنځلس ځایه د دې ستر عمل او لوی عبادت ستاینه شوې ده ،

څو ایتونه را اخلو :

قران کریم د مومنانو په اړه وایې : تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنْ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا . سورة السجدة(16) .یعني د ملاستې له ځایه یې اړخونه پورته کړې وي ، خپل رب یادوي د ویري او طمعي لامله .

بل ځای قران کریم دمتقیانو په صفت کې وایې : . كَانُوا قَلِيلاً مِنْ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ . سورة الذاريات(17، 18) . یعني دوی به دشپې ډیر کم ویده کیدل ، اوپه سهار کې به یې له الله نه د ګناهونو مغفرت اوبښنه غوښتله . امام قتاده رحمه الله وایې : دوی به تقریبا هره شپه عبادت ته پورته کیدل ، یابه یې په اوله برخه کې پورته کیدل اویابه یې په منځنۍ برخه کې . مختصر تفسير ابن كثير(3/417). للصابوني. بل ځاي په قران کریم کې راغلې دي : وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا. سورةالفرقان(64). یعني مومنان هغه څوک دي چې خپل رب ته په سجده او ولاړې شپه تیروي .

په حدیثوکې دقیام اللیل فضیلت

دشپې دعبادت په فضیلت او غوره والې کې خورا ډیر نبوي حدیثونه راغلې دي چې څویې دلته را اخلو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : له فرض لمانځه ورسته ترټولو غوره لمونځ د شپې لمونځ ده . عن أبي هريرة -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وسلّم- قال: … أفضل الصلاةِ بَعْد الفريضةِ صلاةُ الليل (أخرجه مسلم).

په یوه بل حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : په شپه کې یو داسې ساعت ده چې په هغه وخت کې مسلمان د دنیا او اخرت هر خیر وغواړي الله یې خامخا ورکوي ، او داپه ټوله شپه کې ده . عن جابر قال: سمعت رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يقول: ((إن في الليل لساعة لا يوافقها عبد مسلم يسأل الله خيرًا من أمر الدنيا والآخرة إلا أعطاه إياه، وذلك كل ليلة . (أخرجه مسلم) .
ثابت البناني رحمه الله وایې : د شپې د عبادت په څیر خوږ شی ما نده لیدلی ، ابوسلیمان الداراني رحمه الله وایې : د عبادت خلکو ته دشپې عبادت د لهو اولعب والو ته دهغوی له خوندونو او مستیو نه ډیر خوږ وي . صفة الصفوة(3/262).(4/228).

دشپې دعبادت په اړه په دې بل حدیث کې خورا زیات اجر او دهغه لوی فضیلت بیان شوی ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : دری کسان په الله ګران دي ، هغوی ته خاندې اوپه هغوی خوشالیږې . له دې دریو نه : او هغه چې ښایسته ښځه لري ، نرم اوښایسته فرش یې وي ، اودشپې عبادت ته پورته شي ، الله وایې : ده خپل خوندونه پرې اېښې دي اوما یادوي ، که یې خوښه وی ویده شوی به و . او هغه کس چې په سفر وي له ده سره نور ملګرې وي ، هغوی دشپې مجلس وکړې او بیا ویده شي ، او دی سهار ولاړ شي په سختي او اساني کې . ثلاثة يحبهم الله ويضحك إليهم ويستبشر بهم، وذكر منهم: والذي له امرأة حسناء وفراش لين حسن، فيقوم الليل فيقول الله: يذر شهوته ويذكرني، ولو شاء رقد، والذي إذا كان في سفر وكان معه ركب فسهروا ثم هجعوا فقام من السحر في ضراء وسراء . رواه الطبراني وإسناده حسن من حديث وعن أبي الدرداء، وقال الألباني: “حسن”؛ كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم (629).

دشپې قیام او عبادت د الله ټولو نیکو بندګانو نده پرې اېښی دا ستر عبادت لکه څنګه چې د مسلمان درجې لوړوي داراز یې ګناهونه هم بښي او له ګناهونو یې هم ژغوري . په حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : تاسو خامخا دشپې عبادت کوﺉ ځکه دا ستاسو نه مخکي د نیکو بندګانو لاره ده ، په دې سره تاسو خپل رب ته ورنږدې کیږﺉ ، د ګناهونو تویوونکی ده او له ګناهونو منعه کوونکی ده . عن أبي أمامة الباهلي -رضي الله عنه- عن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: عليكم بقيام الليل فإنه دأب الصالحين قبلكم، وقربةٌ إلى ربكم، ومكفرةٌ للسيئات، ومنهاةٌ عن الإثم . رواه الترمذي، وقال الألباني: “حسن لغيره”؛ كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم (624).

دشپې له عبادت او قیام اللیل سره درسول الله صلي الله علیه وسلم بې کچه مینه وه اودا مینه یې له هغه روایت نه ښه څرګندیږې چې د ده خوږې میرمنې عائشي رضي الله عنها روایت کړی ده ، عائشه رضي الله عنها وایې :

زما په نوبت کې ماته رسول الله صلي الله علیه وسلم راغی ، په داسې حالت کې چې د ده بدن زما له بدن سره ولګیدی ، بیا یې وویل : ما پرېږدې چې د خپل رب عزوجل عبادت وکړم ؟ داوایې ماورته وویل : په خدای قسم ماته ستا نږدېوالی هم خوند راکوي ، اودا هم خوند راکوي چې ته دخپل رب عبادت وکړې ، هغه بیا ژي ته ور ولاړ شو ، اودس یې وکړ ، ډیرې اوبه یې ونه کارولې ، بیا ودریدی اولمونځ یې کاوه ، دومره یې وژړل چې ږیره یې لنده شوه ،بیا یې سجده وکړه او په سجده کې یې دومره وژړل چې ځمکه یې لنده کړه ، بیا یې په څنګ ډډه ووهله او ژړل یې ، ترڅو چې بلال د سهار د اذان له پاره ورته راغی .

عائشه رضي الله عنها وایې : هغه ورته وویل : یارسول الله ته ولې ژاړې ، تاته خو خدای مخکې او وروسته ټول ګناهونه بښلې دي ؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : افسوس ده ستا له پاره ای بلاله ! زه به ولې نه ژاړم په دې شپه کې په ماباندې دا ایت نازل شوی ده . {إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأُولِي الأَلْبَابِ} سورة آل عمران(190). يعني بې شکه د اسمانونو او ځمکي په پیدایښ کې او دشپې او ورځې په بدلون کې دهوښیارانو له پاره ډیرې نښې شتون لري . بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : دهغه چا له پاره هلاکت ده چې دا ایت ووایې او فکر په کې ونکړي .

عن عائشة رضي الله عنها قالت أتاني النبي -صلى الله عليه وسلم في ليلتي حتى مسّ جلده جلدي ثم قال: ذريني أتعبد لربي عز وجل، قالت: فقلت: والله، إني لأحب قربك وأحب أن تعبد ربك، فقام إلى القربة فتوضأ ولم يكثر صبَّ الماء، ثم قام يصلي فبكى حتى بلَّ لحيته، ثم سجد فبكى حتى بلَّ الأرض، ثم اضطجع على جنبه فبكى، حتى إذا أتاه بلال يؤذنه بصلاة الصبح قالت: فقال: يا رسول، ما يبكيك وقد غفر الله لك ذنبك ما تقدم وما تأخر؟! فقال: ويحك يا بلال، وما يمنعني أن أبكي وقد أنزل علي في هذه الليلة: {إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأُولِي الأَلْبَابِ} سورة آل عمران(190)، ثم قال: ويل لمن قرأها ولم يتفكر فيها . رواه ابن حبان في صحيحه، وقال الألباني: “حسن” كما صحيح الترغيب والترهيب، رقم(1468).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د