ورزش

متحده عربې امارتو لوبډلې عربستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه سنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د اسیا پریمیر لیگ شپږمه لوبه کې امارات او عربستان سره مخامخ شول چې دغه لوبه اماراتو په ۶ ویکټو وگټله او عربستان يي له سختې ماتې سره مخ کړ.

لوبې پچه عربستان لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د عربستان توپ وهونکي د اماراتو توپ اچونکي په مقابل کې پاتې راغلل او یوازې ۱۱۹ منډو جوړولو سره يي ټوله لوبډله وسوځیدله.

د اماراتو لوبډلې د یوه اسانه هدف په تعقیب لوبه پیل کړه او یوازې ۴ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته وتوانید ټاکل شوی هدف پوره کړي.

نننۍ لوبه کې د اماراتو لپاره غوره توپ وهنه شیکر وکړه چې له ۵۶ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو او نوموړی د توپ اچونې په برخه کې هم د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x