ورزش

د مالیزیا لوبډلې کویټ ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه سنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): نن د اسیا پریمیر لیگ سیالیو پنځمه لوبه د مالیزیا او کویټ تر منځ وه چې مالیزیا دغه لوبه کې کویټ لوبډلې ته په ۸ ویکټو سخته ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه کویټ لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. کويټ لوبډله لومړی توپ وهنې سره یوازې ۱۰۷ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

نننۍ لوبه کې انور رحمن د کویټ لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

مالیزیايي لوبډلې یوازې دوه لوبغاړو سوځیدو وروسته په داسې حال کې چې د لوبې ۱۸۲ توپونه پاتې ول ټاکل شوی هدف پوره او کویټ لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x