ددایمي اډوپرسر دافغان حکومت دپټوخبرو په اړه دطالبانو غبرګون

afghanistan_warطالبانو نن له امریکا سره په افغانستان کې ددایمي امریکايي اډو دجوړیدو پر سر د افغان حکومت دپټو خبرو په اړه خپل غبرګون دیوې اعلامیې په ترڅ کې څرګند کړ ،دا اعلامیه چې دطالبانو دویاند له لوري رسنیو ته لیږل شوې یوه کاپي یې (نن ټکی اسیا ) هم ترلاسه کړې چې بشپړ متن یې په لاندي ډول دي.


له امریکا سره ددائمي اډو په هکله د کابل د ادارې د پټو خبرو په اړوند د اسلامي امارت غبرګون

دکابل د ګوډاګۍ ادارې مشر حامد کرزی، د هند او جرمنی د سفر نه وروسته، په کابل کی خبریالانو ته ویلې چې امریکا غواړي په افغانستان کې دائمي اډې جوړی کړی. ده داهم ویلی چی موږ اوس پدې هکله له امریکا سره په خبرو بوخت یو، خو که داسی تړون ترسره کیږی، باید دولسی جرګې تائید او منظور ی ولری. ددې نه مخکی، د امریکا یوه سناتور لیندسی ګر یهام وړاندیز کړي وو چی امریکا باید په افغانستان کی دائمي اډې جوړې کړی ترڅو د ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوی دلته د پاته کیدو جواز ولری خو هغه وخت د کرزی ادارې دداسی خبرو د شتون نه انکار کړی و. اوس معلومه شوه، چی په دې هکله له ډیره وخته راهیسي پټ سازش روان و.

 

لکه څنګه چی د افغانستان اسلامی امارت، مخکې، د لیندسی ګراهام غوښتنه رد کړی وه او هغه یی د امریکایی استعمار یوه کرغیړنه هڅه بللی وه، اوس یوځل بیا د امریکا ددې استعماری پروژې په هکله خپل موقف افغان ولس او ټولو ڼړیوالوته پدې ډول اعلانوی:

۱- افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی هیواد دی. په اوسنی حالت کی هیڅ ډول تړونونه او موافقې یی قانونی حیثیت نلری. دغه شان خود ساخته تړونونه د افغانانو د هیلو او اهدافو څرګندوی نه دی.

۲- په افغانستان کی دائمی اډې به زمونږ هیواد د امریکا د سازشونو په اډه بدل کړی. له همدط ځایه به زموږ په هیواداو په ګاونډیو هیوادونو کی د نظامونو د تبدیلی لپاره   کار اخیستل کیږی او فشار به پری واردوی. له همدې امله په افغانستان کی دائمی اډې زمونږ له اسلامی اوملي ګټو او اهدافو سره مغایرت لری او د منلو وړ نه دی.

۴- زموږ په اند، امریکا غواړی ددائمی اډو په شکل کی زمونږ خپلواکي د تل لپاره سلب او زموږ په طبیعی شتمنیو خیټه واچوي چی دغه یو غیر قانونی عمل دی.

۵- امریکا یانو د همدې منحوس هدف لپاره، په امریکایانو پوری تړلی او پلورل شوی څیرې د ټاکنو په اصطلاح ازاد کمیسیون کې دمشراوغړوپه حیث ځای پرځای کړي ترڅو  له دې لاری د امریکا معلوم الحال اجنټان او په ډالرو اخستل شوی کسان رامخی ته کړی او ددائمی اډو او دیته ورته تړونونه پری منظور کړی. ټولوته معلومه ده چی اوس د ولسی جرګی اکثر کامیاب شوی کسان په یوه نه یوه ډول په امریکا پوری تړلی دی او هیڅکله هم د ولس د هیلو ترجمانی نشی کولی.

۶- افغان مجاهداولس ددائمی اډو په هکله د امریکی سره نه د کرزی د ګوډاګی اداری سازشی تړونونه منی او نه دتش په نامه ولسی جرګی منظوری موږبه دڅواډواودټول هیواد داشغال ترمنځ فرق ونه کړو.
۷- امریکی ته باید معلومه وی چی د سیمی یو هیواد هم په افغانستان کی د امریکی دائمی اډی نه غواړی لهذا ددایمي اډوموجودیت به له ټولي سیمي سره دامریکا دجنګ په معنی وي.

۸- موږ په ټولو هیواد والو غږ کوو چی ددښمن ددي ناولي پلان دمخنیوي او د خپلو اســلامی اوملی ارزښتونو د حفاظت لپاره د یرغلګرو په خلاف یوه او بل ته نورهم دورورئ لاس ورکړی اوپه خپل ټول قوت سره دمجاهدینوپه څنګ کې په دریدوسره دیرغلګرودسیسی ورنا کامه کړي.

۹-د افغانستان اسلامی امارت اعلانوی چی د اسلامی امارت مجاهدین به د افغانستان د بشپړی خپلواکی او هلته د اسلامی نظام د قیام تر وخته پوری خپلی برحقی مبارزی او جهاد ته دوام ورکړی او نړیوال استعمارګر به انشا الله ددایمي اډو ارمان ګورته یوسی.

دافغانستان اسلامی امارت 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د