افغانستان

کابینه پر ټاکلې نېټه هم اعلان نه شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): نن د ګډحکومت له پیله پنځه څلوېښت ورځې تېرېږي چې د کابینې د اعلان لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو لا هم د کابینې پر جوړجاړې هوکړه نه ده شوې.

د ګډ حکومت مشر د خپل حکومت په لومړیو کې وویل چې دوی به په یوه یا هم یوه نیمه میاشت کې د وړتیا او اهلیت له مخې جوړه شوې کابینه اعلان کړي.

ویل کېږي د ګډ حکومت د مشر او اجرایوي رییس ترمنځ د واک مساوي وېش ناندرۍ راپورته کړې دي، ځکه خو د ګډ حکومت مشر څو ورځې وړاندې په دې خاطر کابینه ځنډنۍ وبلله چې په خبره يې دقت پکې کوي.

تېره ورځ ځينو رسنیو راپور ورکړ چې د دواړو مشرانو ترمنځ د وزیرانو په ټاکنه خبرې روانې دي، دواړه پر دې سلا دي چې په کابینه کې دي د پخواني حکومت مشهور مفسدین او قاتلین نه وي.

له بله اړخه ویل کېږي له اجرایوي رییس سره جوخت د ګډ حکومت مشر هم د مخکنیو پانګوالو چارواکو تر فشار لاندې دي، چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې يې دوی ته پیسې لګولې او آن لوی سوداګریز مارکیټونه يې ورته پلورلي دي.

تېره ورځ د ګډ حکومت اجرایورییس د مدني ټولنو له ځینو استازو سره په خبرو کې وویل چې دوی کابینه په غور جوړوي او په غور کې دقت ته اړتیاده.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې دوی به  قانون په ټولیزه توګه عملي کوي او قانون به د ټولو لپاره وي.

ویل کېږي د کابینې تر اعلان وروسته د ګډ حکومت له لورې د اساسي قانون د تعدیل اوپکې اجرایوي ریاست ته قانوني حیثیت ورکولو په خاطر د جرګې راغوښتنه هم په لومړیتوبونو کې راځي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصر الله ستانکزی وايي د اشرف غني له لوري په یوه نیمه میاشت کې د کابینې د اعلان ژمنه کوم قانوني حیثیت نه لري،خو په خبره يې په ولس کې يې باور ته زیان رسېدلای شي.

نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي:« ولسمشر هغه ژمنه چې ویلي یې وو په پنځه څلویښتو ورځو به نوي کابینه معرفي کړي کومه قانوني بڼه نه لري خو د خلکو د باور لپاره مهمه ده».

یاده دې وي د کابینې تر اعلان پورې په دولتي اداروې کې مقررې بنده ده، چې په دې توګه د ګډ حکومت له ټاکنیزو ناندریو سره یوځای نږدې ټول کال د ګڼو ځوانانو لپاره له بې کارۍ یو ډک کار و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عیسي نبیل

خو جانکيری ته وویاست چي راسه ددې دوو بنو بیاسره جنګ ده هسي هم دوئ بې شرمي دکوربانه په خوله نه کوي .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x