افغانستان
دننګرهار دولایتي شورا د ریس پر ورور چاودنه وسوه

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبد الزي رسنيو د دغه پيښي د پخلي ترڅنګ وويل چي دغه چاودنه په يوه باسيکل کي د ځاي پر ځاي شويو توکو له امله هغه مهال رامنځ ته شوه چي د ننګرهار د ولايتي شورا د ريس ورور حاجي رشيد د سيمي تيريده نموړي زياته کړه چي پدغه چاودنه کي حاجي رشيد ته زيان ندي اوختي خو د هغه ٣ ساتوونکي د چاودني له کبله ژوبل شوي دي .
خو په سيمه کي عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چي پدغه چاودنه کي د حاجي رشيد په ګډون ٥ تنه ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د عامي روغتيا د روغتون ريس ډاکټر سيف الرحمن ابراهيم خيل هم رسنيوته ويلي چي د پيښي د ځايه ورته د حاجي رشيد په ګډون ٥ تنه ټپان وروړل شوي چي د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړدي
بل پلو د وسلوالو طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د دي بريد پړه رسنيو ته پر غاړه واخسته او ادعا يي وکړه چي پده چاودنه کي يي ٥ تنه ژوبل شوي دي.
هلال الدين عزيزيار بېنوا