fbpx
quran khlas

په قرآن کې ارواپوهنه ـ څوارلسمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک
٣_ پر غوسې غلبه:

الله جل جلاله په قرآن کريم کې موږ ته د غوسې د زغملو لارښوونه کړې ده، ځکه کله چې انسان غوسه شي، داسې خبرې يا هم کار ترې وشي، چې وروسته پخپله پرې پرښېمانه وي. د غوسې په وخت کې سړى سم فکر نشي کولاى او په بدن کې يې د کليه پر نامه غوړې غُدې د (آدرنالين) پر نامه هورمون ترشح کوي.له دې هورمون سره په انسان کې قندي مواد ډېرېږي او دغه مواد د سړي زور ډېروي او له خپله واکه وځي. پرهمدې اساس دغوسې په وخت کې پرځان واک ځکه ښه دى چې:

١_ سړى خپل فکر ساتلى شي او داسې خبره يا کار نه کوي، چې وروسته پرې پښېمانه وي.

٢_ د انسان جسمي تعادل ساتي، ځکه چې که د غوسې پر وخت سړى پرځان واک ولري، نو هغه مواد چې مخکې مو يې يادونه وکړه او له اثره يې ډېر وخت فزيکي غبرګون رامنځ ته کېږي، د انسان په بدن کې نه پيداکېږي او بدن يې په برابر حال کې وي.

٣_ د غوسې پر وخت پر ځان باندې واک سړى له داسې کاره ساتي چې د مخامخ لوري د بد غبرګون سبب دې شي، کله چې هغه لورى په دې لوري کې نرمي ويني، هغه پخپله هم نرمېږي او په پوره ډاډ دغسې کړنه په يوه ټولنه کې دمينې زېږنده ده او د ښو اړيکو سبب کېږي.

٤_ دغه پر ځان واک سړى له هغو ناروغيو ژغوري چې د غوسې او دهغې له پايلو پيداکېږي.

قرآن کريم هم هغو کسانو ته چې د غوسې زغم يا هم په غوسه کې پر ځان واک ولري د ډېرستر ثواب وعده ورکړې ده:

ژباړه: د الله جل جلا له د بښنې او  جنت _چې پلنوالى يې لکه اسمانونو اوځمکه هومره دى او د پرهيزګارانو لپاره ده_ په لوري بيړه وکړئ، د هغو لپاره دى چې په پراختيا او تنګسۍ کې خوارانو ته نفقه ورکوي او خپله غوسه زغمي او دخلکو له بديو ورتېرېږي (دغسې خلک پرهيزګاران دي) او الله جل  جلاله نېکان خوښوي.آل عمران(١٣٣_١٣٤آية).

٤_ پرمينه غلبه:

په مينه کې هم قرآن د حاکميت او غلبې خبره کوي، داسې چې له خپلې کورنۍ ،قوم، هيواد او شتمنۍ سره بايد دومره مينه ونه لرو، چې د الله جل جلاله مينه مو له ياده ووځي يامو د هغه ستر ذات په لاره کې له جهاده را وګرځوي. الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه: اى مؤمنانو! (پوه شئ چې) ستاسې له ښځو او اولادونوڅخه هغه (چې تاسې په دين کې له اطاعت،جهاد او هجرت څخه منع کوي) ستاسې دښمنان دي، له هغوى ډډه وکړئ او (د دوى له مينې زړونه پاک کړئ) …….په حقيقت کې ستاسې شتمني او اولادونه ستاسې د ازمېيښت او فتنې سببونه دي، (له هغوى سره دومره زړونه مه تړئ) او (پوه شئ چې ) له الله جل جلا له سره ډېرستر ثواب دى.
تغابن (١٤_١٥آية)

قرآن کريم د کورنۍ په وړاندې د الله جل جلا له د مينې د ابراهيم عليه السلام مينه د نمونې په توګه يادوي:

ژباړه: بې شکه ستاسې لپاره ښه لار شته، چې په ابراهيم عليه السلام او دهغه په ملګرو پسې اقتداء وکړئ، چې هغوى خپل مشرک قوم ته په ډاګه وويل: موږ ستاسو او د الله جل جلا له پرځاى ستاسې له معبودانو(بتانو) پوره بېزاره يو، موږ له تاسې منکر او له تاسو سره مخالف يو او زموږ او ستاسو ترمنځ به تل دښمني او کرکه وي، ترڅو چې تاسې يو الله جل جلا له ومنئ… ممتحنه (٤آية).

پاتې شته

تېره برخه دلته لوستی شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د