کرزی: امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو جوړولو په لټه کې ده

karzai_kabulد افغانستان ولسمشر حامد کرزي منلې چې د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د دایمي اډو د جوړولو په لټه کې ده، چې په سیمه کې د القاعدې او تندلارو طالبانو پټن ځایونه له منځه یوسي .
ښاغلي کرزي دا څرګندونې له هند او جرمني څخه تر ستنېدا وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې .
ولسمشر کرزي وویل حکومت یې له امریکايي چارواکو سره د دایمي پوځي اډو د جوړولو د قانوي کېدا او ستراتيژيکو جزییاتو په تړاو خبرې کوي، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د هېواد پارلمان او لویه جرګه کوي :


”موږ باوري یو چې افغانستان د امریکا له متحده ایالتونو سره د اوږدمهاله اړيکو لېواله دی. موږ هیلمن یو چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د هېواد امنيتي چارې په سمه توګه پرغاړه واخلو او افغانستان په اقتصادي برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي . ”
که څه هم ولسمشر کرزي دا په ډاګه نه کړه چې د امریکا او افغانستان ترمنځ به په دغه هېواد کې د دايمي پوځي اډو تړون کله لاسلیکېږي، خو وویل چې د لویې جرګې او پارلمان په مټ د اوږدمهالو اړیکو د تړون د لاسلیکېدا اړتیا ده .
ولسمشر کرزي دا هم وویل چې له امریکا سره د اوږدمهاله اړیکو تړون لاسلیکول دا مانا نه لري چې ګني امریکا به له افغانستان څخه د ګاونډیو هېوادونو پرضد ګټه اخلي .
ښاغلي کرزي وویل، ”افغانستان به هېڅکله د خپلو ګاونډيو پرضد فعالیتونو لپاره پخپله خاوره کې چا ته د ناوړه فعالیت ځای ورنه کړي .”
تېره میاشت، امریکايي سناتور لېنزي ګرېهام له ‘اېن بي اېس’ خبري تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې د ولسمشر بارک اوباما له ادارې په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو غوښتنه کړې وه .
نوموړي ويلي ول په ۲۰۱۴ کې د ناټو په مشرۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته باید په دغه هېواد کې دایمي اډې جوړې شي؛’ځکه چې دا کار د سیمې او نړیوالو په ګټه دی .’
دغه جمهوریت غوښتونکي سناتور دا هم ویلي ول چې ‘په افغانستان کې د دایمي اډو جوړول به پاکستان کې مېشتو اورپکو ته دا سیګنال وي چې ګني بیا افغانستان ته ستنېدای نه شي. ‘
خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ځايناستي فرانک روژير ويلي ول، امريکا په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو هوډ نه لري.
د دې ترڅنګ دا اندېښنې هم شته، چې ایا افغان ځواکونه به د هېواد د امنیت د ټينګولو جوګه شي او که څنګه ؟
د امنيتي چارو سپارل
بل خوا ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا وویل چې د راتلونکې حمل/وري میاشتې په لومړۍ نېټه به له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیل شي . نوموړي دا څرګندونې د جرمني په مونیخ غونډه کې هم کړې وې .
افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو تړون په لیزبن کې د ناټو د سرمنشي فور اسموسن او ولسمشر حامد کرزي ترمنځ لاسلیک شو، چې په تدریجي ډول به ترسره کېږي .

 

بي بي سي پښتو وېبپاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د