افغانستان

چین هم په افغان سوله کې ځان ازمويي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غنی له سعودي عربستان نه وروسته دویم بهرنی سفر د کمونیستي رژیم واکمن هېواد چين ته وکړ، چې په اقتصادي همکاري سربېره يې د سولې په برخه کې هم د مرستې غږ پرې وکړ.

ویل کېږي چیني چارواکي غواړي د اشرف غني په مشرۍ د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره یوه ناسته جوړه کړي.
د طالبانو او د کابل ادارې ترمنځ د سولې په خبرو کې چین له نږدې څوارلس کلونو وروسته نوی او یو بل درېیمګړی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې چين د داسې یو ناستې وړاندیز کړی دی، چې پکې د اشرف غني دحکومت، طالبانو او پاکستان استازي ګډون وکړي.

ویل کېږي اشرف غني غواړي له چينه په ګټې په پاکستان فشار راوړي او په ګمان يې پاکستان به طالبان خبرو ته راکش کړي.

د اشرف غني سلاکار داود سلطانزوی دا مهم وړاندیز بولي خو وايي چې تر اوسه له دولتي لوري په رسمي توګه نه دی اعلان شوی او له اعلا ن سره جوخت به يې وخت هم وټاکل شي.

چین په داسې حال کې د خبرو مېز ته د طالبانو د رواستلو سینه ډبولي په چین کې مسلمان لږکي په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي.

اسلامي حجاب، ږېره پرېښودل او روژه نیول يې د هغوی جرمونه ګڼلي او په دولتي سطحه يې د دوی د دې ارزښتونو د له منځه وړلو دنده ترسره کړې ده.

له بله اړخه ډېری شنونکي چین ته د اشرف غني د سولې تمه د اوبو ځګ ته د لاس اچول ګڼي او وايي چې نه چین له پاکستان سره د افغانستان په سر دخپلو ګټو او اړیکو د خرابولو هوډ لري او نه هم طالبان د پاکستان تر لاس لاندې دي چې هر امر ته به يې په هو سرونه خوځوي.

افغان شنونکی او په نن ټکی اسیا کې د کالم لیکوال لطف الله خیر خواه وايي چې د سولې په برخه کې اشرف غني خپله لاره خطا کړې ده او د تېر حکومت په څېر دی هم فکر کوي چې باید سعودي، چین او پاکستان له فشاره کار واخیستل شي.

نوموړی پخپل کالم کې لیکي: «که لا هم د دوی سوله ييزې هڅې په دې څرخي چې پاکستان دې مرسته وکړي يا مرسته کولی شي، نو دا خلک سوله نه غواړي. دې قضيه کې پاکستان مرسته نه شي کولی، ځکه چې يو خو دا موضوع د پاکستان نه ده، بله دا چې پاکستان ته خپله دا ډول سر دردی ورپه غاړه دی.»

نوموړی زیاتوي چې طالبان خپله مبارزه د اسبابو له امله کوي چې تر څو دا سبوبونه وي جګړه به روانه وي «خبره په فکر روانه ده او په اسلامي سياسي اصطلاح د جګړې لاملونه (علل القتال) شته. تر هغې چې دا لاملونه لرې نه کړای شي، هيڅ فشار کار نه ورکوي».

خیرخواه د سعودي عربستان له لوري د اشرف غني په فرمایش د طالبانو د مبارزې د تحریم د فتوا په اړه وايي : «دا جهادي لوری پخپله د سيمې د اسلامي مرجع حيثيت لري او لښکريان يې د يوه ځانګړي سياسي فکر لاروي دي، ګويا په اصطلاح هغه طاغوتي مرجع دلته قابلِ غور نه ده».

که څه هم د اشرف غني حکومت او چين د سولې په خبرو کې پاکستان د طالبانو لپاره مهم بولي خو طالبانو پرلپسې دا په ډاګه کړې ده چې دوی په خپلواکه توګه فعالیت کوي او د دوی د هر رسمي دريځ اعلان به په قطر کې د هغوی له رسمي دفتره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x