په اکتوبر کې سلګونه دولتي مامورین طالبانو ته تسلیم شوي دي

 

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت له پیله نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي، ویل کېږي په تېره میلادي میاشت کې ۳۰۱ تنه دولتي مامورین طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په تسلیم شویو مامورینو کې چې لوړپوړي نظامي مسوولین هم پکې شامل دي، ځينې له طالبانو سره اوږه پر اوږه د ګډ حکومت او بهرنیانو پر ضد جګړې ته تیار شوي او ځينې نور عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

طالبانو د خپل دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په میاشتني راپور کې ویلي چې د الله جل جلاله په مرسته او د دې کمیسیون په هڅو يې په تېره میلادي میاشت کې ۳۰۱ تنه دولتي مامورین په دې وپوهول چې د دوی په خبره د کابل شوړېدلی رژیم پرېږدي او اسلامي امارت سره یوځای شي.

طالبانو پخپله خبرپاڼه کې ویلي چې تسلیم شویو دولتي کارکوونکو له ځانو سره مختلفې وسلې هم ور وړې دي.

خبرپاڼه کاږي: «دوی مختلفه النوع سلاوي اووسایط مجاهدینوته وسپارل اوژمنه یې وکړه چي نوربه دخپل دولس ترڅنګ دریږي اودیرغلګروصلیبیانواودهغوی داجیررژیم پرضدیې به خپله اسلامي اوملي وجیبه جهادکوي اوداسلامي امارت دمجاهدینوپوره ملاتړبه کوي».

طالبانو پخپله رسمي برېښناپاڼه کې د تسلیم شویو دولتي مسوولینو لنډ شهرت په مستند جدول کې خپور کړی دی.

طالبان په داسې حال کې د دولتي د دومره شمېر دولتي مسوولینو د تسلیمۍ خبر ورکوي چې د پردو تر شا په دولتي ادارو کې شته بې باوري مخ پر زیاتېدوه ده.

ویل کېږي ډېری نظامي مسوولین داسې انګېري چې دوی د څو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره قرباني ورکوي چې پر ځای کار نه دی.

د شنونکو په باور په دومره پراخ شمېر تسلیمي دا په ډاګه کوي چې د دولت تر ټولو مهمه پایه هم په ښورېدو ده، ځکه دولتي اداري سیستم د کال په تېرېدو لا رغول شوی نه دی، خو جګړه ټول کال روانه وه.

تر دې وړاندې ځینو نظامي مسوولینو دا ګواښ هم کړی و، چې دوی ته د څو میاشتې پرلپسې راهیسې معاش نه ورکول کېږي او که يې دولت غم ونه خوري دوی به خپلې وسلې خرڅې کړي.

یاده دې وي طالبان هره میاشت د خپل بلنیز کمیسیون میاشتنی راپور خپروي چې په عامه سطحه يې تود هر کلی کېږي، او ډېری وګړي د خبرو له لارې په دولتي ادارو کې د ننوتو ځوانانو پوهاوی غوره بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د