fbpx

دشهید معلم اول ګل جسد خاورو ته وسپارل شو

00malim2له ننګرهار نه په ورکړل شویو خبرونو کې راغلي په ګونتنامو زندان کې دوحشی امریکایانو لخوا شهید کړل شوي زنداني مشهور جهادي قومندان معلم او ل ګل جسد تیره ورځ دننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښارکې دنجم الجهاد مېنه سیمه کې خاورو ته وسپارل شو .

په جنازه کې دمرکز او نورو لرو پرتو ولسوالیو نه راغلیو په زرګونو کسانو ګډون کړي وو،دجنازې دانتقال پر مهال قهریدلیو ګډونکونکو داشغالګرو او ګوډاګې ادرې پر ضد شعارونه ورکول.

دجنازې دمراسمو پر ګډونوالو دطالبانو له لوري ورلیږل شوې پاڼې وویشل شوې چې پکې دشهید له کورنۍ او قریبانو سره دخواخوږۍ څرګندونه شوې وه اوپکې راغلي وو چې ډیر ژر به دقهرمان شهید معلم اول ګل دشهادت انتقام له یرغلګرو امریکايی عسکرو واخلي.

معلم اول ګل دروسان پر ضد دجهاد پر مهال دمولوی یونس خالص یو مشهور قومندان وو، او په ۱۴۱۵ هـ ق کال کې دطالبانو دتحریک دراپیداکوسره سم له هغوي سره ملګري شو،په ۱۳۸۰ ه ش کال کې چې امریکایی ځواکونو دنړیوال صلیبي ایتلاف په ملاتړ دافغانستان پر سپیڅلي حریم تیري وکړ،نوموړي داشغال په اوایلو کې په ننګرهار کې لومړي داافغاني عسکرو لخوا ونیول شو او وروسته دجلال اباد په هوايي اډه کې امریکایانو ته وسپار ل شو اودګونتنامو وحشي زندان ته انتقال شو.

نوموړي تر نهه کاله بند وروسته دامریکايي ځواکونو له لوري شهید کړل شو.

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د