افغانستان

د کندز چاردرې ولسوالۍ کې لویه علمي غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د لړم۲۱مه، ۱۳۹۳ل):  د کندز په چاردرې ولسوالۍ کې له یوې مدرسې نه د قرآن کریم  حافظانو  ته د فراغت په مناسبت یوه لویه علمي غونډه را بلل شوې وه، چې لسګونو کسانو پکې برخه اخیستې وه.

له کندزه نن ټکی اسیا ته په ورکول شوي راپور کې ویل شوې، چې په دې غونډه کې د چاردرې ولسوالۍ شاوخوا ۱۳ تنو تنکیو حافظانو ته د فراغت شهادتنامو د ورکولو په مناسبت دایره شوې وه، د سېمي قومي مشرانو، کلیوالو، علماء کرامو، طالبانو او قاریانو ګډون کړی و.

په غونډه کې علماء کرامو او د سېمي اوسېدونکو ویناوالو د دیني مدرسو او د قران کریم د حفظ او قرائت پر اهمیت او ضرورت خبرې وکړې.

په دې غونډه کې په  دې وروستیو کې په کابل کې د ځينو رسمي او غیر رسمي کړیو له لورې د اسلامي شعایرو، دیني ارزښتونو او مدرسو په اړه ګستاخانه څرګندونې وغندلې او په سېمو او ښارونو کې يې د دیني مدرسو او دیني زده کړو پر پراختیا او د کیفیت په ښه کولو ټېنګار وکړ.

په غونډه کې ګډونوالو له حکومت او بهرنیو ځواکونو وغوښتل، چې نور دې په یو او بل نامه د مدرسو ، طالبانو او استادانو له نیولو او د هغوی پر کورونو او مدرسو د بمبارۍ او چاپو څخه ډډه وکړې . دوی په یوه خوله ژمنه وکړه، چې د دین او هېواد پر ضد د هر یرغلګر او دسیسه کوونکو پر وړاندې به له هېڅ ډول قربانۍ او سرښندنې دریغ ونکړي.

سرچېنه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د طالبانو  استازو هم ګډون کړی وو او خلکو ته یې د خپلو تعلیمي پروګرامونو په اړه مالومات او نوې ژمنې ورکړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close