افغانستان

امریکايي عسکر: د افغانستان جګړه به کله هم پای ته ونه رسي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم۲۱مه ۱۳۹۳ل):يو امریکايي عسکر چې په افغانستان کې یې دنده پای ته رسیدلې او ورته ویل شوي چې نوره جګړه په افغانستان کې پای ته ورسيده، لیکلي چې د افغانستان جګړه به کله هم ختمه نه شي.

نوموړي لیکلي چې «موږ د هلمند په نوزاد، ګرمسیر، او مارجه کې جګړې وکړې، خو کله هم پای ته ونه رسیدلې، کله هم په دغو سیمو کې د سپکو او درنو وسلو ډزې غلې نه شوې او کوړنګل دره کې چې مونږ هر څومره ګزمې وکړې، هر وخت دغه سیمي یوې بلې ګزمې ته اړتیا درلوده.»

نوموړی زیاته وي که څه هم دوی وايي جګړه پای ته ورسیده، ازادې ټاکنې وشوې، او زیربنا جوړه شوه، نور هر څه په خیر دی، مګر ځمکني حقايق داسي نه ښکاری، جګړه به دلته بیا هم دوام لري، او د تیرې ۱۳ کلني جګړې اغېز به تر ډېره بیا هم پر افغانستان پاته وي.

«امریکا غواړي، چې جګړه داسې پای ته ورسوي، لکه د انټرنیټ یو صفحه چې په یوه اسانه کلیک سره تړي، خو خبره دومره اسانه نه ده.»

نوموړي عسکر په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې کې خپرې شوې مقاله کې ليکلي چي هغه دوړنې پوستې چې مونږ تر شا خالي پرېښودلې، اوس به یې یا طالبان او یا هم افغان پوځیان نیسي.

نوموړی وایی که څه هم زما ارزو ده چې دا جګړه پای ته ورسیږي، خو داسي نه ښکاري.

نوموړی پوښتنه کوي چې ایا جګړې همداسي پای ته رسیږي؟ په منځني ختیځ کې اسلامي دولت را ښکاره سو، اوس هم د امریکا پرمختللي الوتکې بمونه غورځوي، اوس هم ځیني خلک د جګړې لپاره ځمکني پوځیان غواړي، یو ناپایه جګړه پیل کیدونکې ده، مګر زما لپاره د افغانستان جګړه د ستړیا او بیزارۍ له کبله پای ته رسول کیږي.

دغه امريکايي عسکر زیاتوي چې «زه له ځان سره پټ په زړه کې وایم چې زما لپاره خو دا جګړه پای ته ورسیده، خو زما په سینه کې اوس هم هغه اندېښنې سته، زه غواړم چې دا خبره ومنم، مګر دا امکان نه لري، زه او زما نور افغان ملګري پوځیان په دې باور یو چې دا جګړه پای ته نه رسیدونکې ده.
===========

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x