fbpx

د بهرني شرکت دوه افغاني کارکونکي د ایساف له خوا وژل شوي

us_force_afghanistanنن ټکی آسیا: د سنګاپوري شرکت (Development Group for Central Asia) دوه افغان کاروونکي د بهرني ځواکو له خوا په هلمند ولایت کي وژل شوي.

ددغه شرکت ویاند ماثیو ګولډویټ فرانس پرس ته ویلي چې ددوی یو بل کارونکي په ډزو کې سخت ژوبل شوی.

ماثیو وویل چې ددوی د شرکت یوه موټر چې څلور افغاني کارونکي په کښي سپاره وه،

د هلمند ولایت ګریشک ولسوالي ته نیژدې سیمه کې د بهرني ځواکونو او طالبانو تر منځ د یو جګړې په ساحه کې ګیر پاتې شو..  چې بیا وروسته د بهرني ځواکونو له خوا په نښه شو، او په نتیجه کې یې ددغه شرکت دوه کارونکي وژل شوي او بل سخت ژوبل شوی.

 

ده وویل چې بهرني ځواکونو منلي چې د وژل شوو کسانو موټر ددوی په مرمیو لګلیدلی، او ویلي دي چې په اړه به یې نوره څیړنه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د