ټولنیزه برخه

پنځه رښتینې لنډې کیسې

 

لیکوال: حامد افغان

(1) حضرت انسان

پلار یې مطالعه کوله د کوچني زوی یې د نړۍ نقشه په لاس کې وه له پلاره یې وغوښتل چې فلانی ځای راوښیه، پلار یې په مطالعه ډیر بوخت و ورته کړه یې ليږ صبر وکړه، ماشوم صبر نه کاوه خپله غوښتنه یې تکراروله، دی غوسه شو د ماشوم په لاس کې نقشه یې څيري او ټوټه ټوټه کړه.
زوی یې په ژړا او چیغو سر شو ده ورته وویل: ته بیرته د نقشې ټوټې برابرې کړه بیا زه هغه ځای درښیم، ده فکر کاوه دومره ډیرې ټوټې هسي هم نشي ترتیبولی نو زه به په ډاډه زړه مطالعه وکړم، خو ماشوم ډیره ژر نقشه بیرته برابره کړه او پلارته یې وویل چې اوس هغه ځای راوښیه، پلار یې په تعجب ورته وویل: دومره ډیرې ټوټې مو څومره ژر بیرته برابرې کړې؟! زوی یې ورته وویل: د نقشې په بل مخ د انسان انځور دی چې هغه (انسان) مي برابر کړ د نړۍ نقشه پخپله برابره شوه.

پایله: هوکي! کله چې حضرت انسان سم او برابر شي ټول نړۍ سميږي او برابریږي.

(2) استغنا

مشهور اموي خلیفه هشام بن عبدالملک مکي حرم ته ننوت د عمربن الخطاب رضی الله عنه لمسی سالم بن عبدالله یې ولید، ورته ویې ویل: که څه حاجت لرې راته ووایه! سالم ورته وویل: زه شرمیږم چې د الله په کور (بیت الله) کې بل چاته سوال کوم.

کله چې دواړه ووتل هشام ورته وویل: اوس راته ووایه، سالم رحمه الله ورته وویل: د دنیا له حاجتونو که د اخرت ؟ هغه ورته وویل: د دنیا، سالم ورته وویل: په الله قسم د دنیا سوال مي د هغې له رښتیني څښتن (الله) نه هم نه ده کړی نو له بل چا یې څنګه وکړم. البداية والنهاية لابن كثير.

(3) د ترخو او شاتو ژبې

د شاتو د پلورنځي څنګ ته د مرچو او ترخو پلورنځي و، د ترخو په پلورنځي به د خلکو ځای نه کیده او د شاتو هټۍ وال به یوه پښه په آبله اړولې وه او تریو تندی نيولي به ناست و، یوه ورځ یې د ترخو دکاندار ته کړه: زه شات خرڅوم څوک یې نه رانه اخلي او ته ترخه خرڅوې د خلکو ځای نه در باندي کیږي دا څه چل دی؟!!

هغه ورته وویل: زه د شاتو په ژبه ترخه خرڅوم او ته د ترخو په ژبه شات خرڅوې او زما او ستا دې توپیر حالات اړولي دي.

(4) الحمد لله

د ښار په چکر وتليو دوو ملګرو یوه یې هغه بل ته وویل: ته دا دنګو ماڼیو او ښایسته ودانيو ته ګوره! زموږ په نصیب کې ولي ویجاړ کورونه او کنډوالې سیمې لیکلې دي؟! . هغه بل له لاسه ونیو ورته کړه یې ته راځه، لیږ وروسته یې یوه روغتون ته د ننه کړ او ورته ویې ویل: دا ټول روغتون له ډول ډول ناروغانو ډک دی او زه او ته روغ رمټ ګرځو! اوس دي د خپل نصیب په اړه راته وایه!، هغه ورته وویل: الحمد لله.

(5) ځان خوړلی

د خرو په کنده زمری ننووت، ټول خره وتښتېدل یو یې پاته شو، هغه له ویرې هینګیدی، زمری یو څه شاته ولاړ، خره فکر وکړ چې رانه وویریدی نو ور مخته شو، زمری په شا روان و او خر ورپسې و، تر څو د زمریو کندې ته ورسیدل، په خره باندي ګڼ شمیر زمريان راتاو شول خر یې په منځ کې اریان دریان ودریدی.

خر پوه شو چې ځان خوړلی شوم.. زمريانو ته یې وویل: زه باور لرم چې مرګ مي يقيني دی، یوه پوښتنه لرم او هغه دا چې هغه ډارن زمری څه شو هغه ولي ما ته نه را مخامخ کیږي؟؟ هغه ورته رامخته شو او ورته ویې ویل: ما له خپلو ملګرو سره ژمنه کړې وه چې “ښکار” به پخپلو پښو تاسو ته را رسوم. پایله: زمري به هر وخت زمري او خره به خره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x