نظــر

پنځه ویشت کاله مخکې د برلین دیوال د چا د تورې په برکت ونړید ؟!

عاطفي

دری لسیزي وړاندې ټوله نړی دوه قطبي وه (غربي اوشرقي استعمار)چې دغربي استعمار په سر کې امریکا او دشرقي استعمار په راس کې اتحاد جماهیر شوروې، شرقیان چې دکارل مارکس او کموستي نظام دپلي کیدا مدعیان ول او غربیان دامپریالیزم! نړی دساړه جنګ په سیمه بدله شوي وه ، روسان په غصب او تسلط ټینګولو کې جرآت درلود او امریکایانو کړنلاره منا فقا نه وه!

روسانو دوارسا پیک او امریکایانو د ناټو چتر جوړ کړی وو، ددوی رقابتونه لامل ول چې قومونه خپلوکې سره دښمن شئ ! دیوه قوم او رنګ درلودو سره سره په بیلا بیلو مصنو عي نومونو ویشل شوي وو، دبیلګي په ډول سویلی یمن او جنوبی چې دیو واکې روس سره و اودبل امریکا سره! ختیځ المان او لیودیځ المان ، سویلی کوریا او جنوبی کوریا۰۰۰چې په کلونوکلونوخپلوکې سره ویشل شوی او ددښمني په اور کې وریتیدل چې ددوی په لولپه کیدا روس او امریکا خوندونه اخستل!

نړي دنارواکشمکشونو لامله زوریدا چې روسانو دوارسا پیک په غرورپه افغانستان ظالمانه یر غل وکړ!! او دي یر غل ته هغه بدنام او غلامو تورو څهرو لارې او چاری برابر کړې چې ددولت په دوایرو کې دافغانستان دسر حدونو دساتنئ لوړه کړي وه! او دی بدنامو دخلق اوپرچم دکمونستي ګوندونوغړیتوب درلود او هره شیبه او هر ځای کې دروسانو په غلامی ویاړ کاوه او خپل مخالفین يې دغربیانو تالي سټی بلل!! په مرېئ او نا مرېئ توګه ېئ دغربیانو پر خلاف دکرکې اونفرت ښودنه کوله!! افسوس په دی نامردانو چې نن همدا ډله امریکایانو ته په افغانستان کې دغربیانو دبیرق لاندي هماغه دورور وژنې او جاسوسي دندي تر سره کوي او هم زیات شمیر ېئ غرب ته پنا وړي او په دی هم نه شرمیږي چې دا خو ېئ دتوری ارتجاع ځاله بلله!!

روسانو سره د وارسا پیک ټولو غړیو هیوادونو هر اړخیزه ونډه درلوده او دروس په نیواکګرو پوځونوکې دغړو هیوادونو پوځیان په یو ډول نه پو ډول فعالیت درلو د،چې په ترڅ کې په ملیونونو افغانان شهیدان ، ټپیان او ګاونډیو هیوادو ته مهاجر شول!! او دا لیکه تر هغې روانه وه چې دافغانستا اصیلو زامنو دجهاد او مقاومت په برکت دالله جله جلاله په نصرت دوارسا پیک جنګې ماشین مات،اتحاد جماهیر شوروی ړنګ په ۱۶ بیلا بیلو برخو وویشل شو! دمرکزی اسیا هیوادونوخپلواکې تر لاسه او محکوم قومونه ازاد شول!

دافغان مجاهدینو دتورو په خرپا کې دبرلین دیوال ونړول شو،دغې پېښې د سړې جګړې پای ته رسېدو کې مرسته وکړه او د دواړو جرمنیانو یو ځای کېدو ته یې لاره هواره کړه.

او امریکا چې تر پرونه ېئ دروسي پوځیانو دنوم په اوریدا روحیات له لاسه ورکاوه او دهغه وخت دکتا تور امپراطور(بریژنف) له نامه ریګدیدل!، داتحاد جماهیر شوروی په ړنګیدا ځان دنړی ژاندارم وباله او دسرو سپینو واکمن!!، شیطاني غرورېئ داسې ځواکمن شو چې ګویا دا ټولي لاس ته راوړنې دوي کړي او همدا غرور لامل شو چې په نفس کې پټه شیطانې موخه بربنډه اوپه دی نارواهڅه چې ټوله نړی تر خپلی سلطی راولي، دوسلو په مټ په عراق،افغانستان او دنړی په بیلا بیلو سیمو ناکام یرغلونه وکړل چې اوس ېئ په هغه برخلیک داخته کیدا نښی ډاګیزه شوي کوم چې اتحاد جماهیر شوروی ور سره مخ شو!! ان شا الله.

د برلین دیوال په ۱۹۶۱ کال کې جوړ شوی و تر څو د جرمني له ختیځ نه د جرمني لوېدیځ ته تګ راتګ بند شي

نژدې دېرش کاله دې ديوال المان په دوو برخو ويشلي و او د ختيځ کمونست جرمني يې له لوېديځ هغه څخه بيل کړى و.

زما په یاد دي چي دانګلستان صدراعظمه میرمن ټایچر او دلیودیز المان چانسلر هلمت کول چې په رښتیا باهمته او مدبر شخصیت دی چې دواکمني په دور کې زړور تیا ښودلی ! دوی په هر ځای او غونډو کې دافغان مجاهدینو میړانه ستایله! نه یواځي دوي بلکه ټول دوخت واکمنو به دافغان مجاهدینو نوم په ډیر احترام او ویاړ یادول او اتلان ېئ پيژندل، خو دوخت نا تار،چې نن د برلین ښار د دیوال د نړېدو ۲۵ مې کلیزې مراسم پیل شوي پر ځای ددي چي دافغان مجاهدینو څخه ېئ په دی مراسمو کې دګډون بلنه ورکړی وای، د پخواني اتحاد جماهیر شوروي شړیدلی امپراطور میخایل ګوربا چوف ته يې بلنه ورکړیدی!!

ددي سیمی اوسیدونکې ایا دافغان مجاهدینو ياد په نیکو یادوی؟؟

انسان که حیوان؟؟ دبی بی سی راپور ولولی؟؟!!

که څه هم د روان کال په اپریل میاشت کې د برلین د دیوال په تړاو یو په زړه پورې رپوټ خپور شوی و چې په کې راغلي: په جرمني اوچک جمهوریت کې څېړونکو یوې ډېرې په زړه پورې خبرې ته پام شوی دی.

تر سړې جګړې او د برلېن د دېوال تر نړېدو کابو ۲۵ کاله تېر شوي دي.

خو څېړونکي وایي هغه هوسۍ چې د دې پخواني دېوال په شاوخوا سیمه کې ګرځي، اوس له یوې غاړې بلې غاړې ته نه ور اوړي.

کله چې دا دېوال پر ځای ولاړ و، نو اغزن مزي پکې وو او برق پکې پرېښودل شوی و چې څوک پرې وا نه وړي.

که څه هم اوس دا دېوال نشته او لاره پرانیستې ده، خو هغه هوسۍ چې تر سړې جګړې وروسته زېږېدلي، اوس هم له یوې غاړې بلې ته نه ور اوړي.

څېړونکي وايي چې دوی په دې سیمه کې د کابو درې سوه هوسیو حرکت وڅاره.

دوی ته جوته شوه چې چکۍ هوسۍ په خپله خاوره او جرمنۍ هوسۍ په خپله خاوره کې ګرځي.

ساینس پوهان د دې علت هم په ګوته کوي.

دوی وایي چې د هوسۍ او داسې ډېرو ځناورو بچي کله چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي.

ساینس پوهان وایي، د هوسۍ بچي چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي

دوی یوازې هغو سیمو ته ورځي چې مور یې ځي.

نو له دې کبله دوی له ځانګړو سیمو سره بلدېږي او بیا چې کله لوی هم شي هماغلته ګرځي.

مطلب دا چې په راتلونکي کې به د دوی بچي هم یوازې په همدغو سیمو کې څري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد هارون ناصری

ډیره ښه لیکنه ده خو افسوس چی خپله افغان هیواد هیڅ هم تر لاسه نکړل بغیر له در به دری او خرابی مو نور څه تر لاسه نه شول دنوروپه ګټه زمونږه سرونه پری شول او پری کیږی پاکستان دافغان مجاهدینو له برکته داټم بم ځښتن شو خو مونږ ه لا اوس هم دشپی ډوډی لاټین ته خورو تر اوسه مو د هیوادوالو نسونه ماړه ندی خو مونږه څوک دچا او څوک دچا په لمسون خبری کو راځی دهیواد دابادی لپاره کار وکړو

Suliman Zahid

د برلین اسپنیز او کانکریټی دیوال د ریښتونو او واقعی رهبرانو په مټ وران شو ،خو زمونږ د ډیورن تش په نوم کرښه د نا اهلو ،بی همتو ،پردیپالو، د یوی خیټی مشران او غیرتیان ، تش په نوم پشتنو رهبران له لاسه په ازغن تار بدله شوه ،او کیدای شی دیر زر په کانکریټی دیوال هم بدله شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x