افغانستان

په کندهار کې فدايي برید بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

lله کندهاره په رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي نن دورځې درې بجې دکندهار ښار کابل دوراهي ته څیرمه دګمرک درئیس له دفترسره پر بهرنیو عسکرو زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې خارجي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې .

خبر زیاتوي چاودنه فدايي برید وو چی دګمرک درییس ددفتر مخ ته په داسی حال کې پر بهرنیو عسکرو ترسره شوه چی هغوی له خپلو موټرو کوز شوي وو .

دکندهار امنیه قومندان خان محمد مجاهد په پیښه کې ددریو تنو بهرنیانو او یوه ژپاړن مړینه تایید کړې او نور جزیات یې نه دي ورکړي

له بلې خوا دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی دپیښې پړه پر غاړه اخیستي او رسنیو ته يې په لیږل شوي ټیلفوني پیغام کې  ویلي چې دا فدايي برید وو چې ددوي دیو تن مجاهد عبد الحلیم له لوری ترسره شو نوموړی زیاتوي چې په برید کې یې 13 تنه بهرنیان وژلي دي.

کندهار په دې ورستیو کې دداسي خونړیو پیښو شاهد دي، دامنیت دخرابید له امله دوې ورځې وړاندي دکندهاردوالي توریالي ویسا له لوري دامنیت دښه کیدو په موخه دامنیتی مسولینو یوه غونډه رابللې وه په دې غونډه کې پریکړه وشوه چی دکندهار په ښار کې به پر موټر سایکل دوو سپرلیو ته اجازه نه ورکړل کیږی .

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x