افغانستان

د ارګ د جامع مسجد امام ومړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د لړم۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ارګ د جامع مسجد امام سید مختار صفوي مړ او د جنازې لمونځ یې نن سهار د ارګ په انګړ کې د نعمت الله شهراني په امامت ادا شو.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ارګ د امام سید مختار صفوي د جنازې په لمانځه کې د پخواني او اوسني ولسمشرانو سربېره د ارګ کارکوونکو ، د کابینې غړیو او د ولسمشر سلاکاراتو برخه واخیسته.

د سید مختار صفوي د مړینې په اړه زیات مالومات نه دي ورکول شوي او دا لا هم جوته نه ده، چې نوموړي په خپل طبیعي مرګ او که په مرموز ډول وژل شوی.

پخواني سلاکار وزیر نعمت الله شهراني د مختار صفوي د جنازې د لمانځه امامت وکړ
پخواني سلاکار وزیر نعمت الله شهراني د مختار صفوي د جنازې د لمانځه امامت وکړ

د جنازې له لمانځه وروسته ولسمشر اشرف غني د نوموړي اخلاق او کړنې وستایلې او د هغه ورور او کورنۍ ته یې  تسلیت ووایه.

ویل کېږي، چې سید مختار صفوي د تخار ولایت اوسېدونکی و او جنازه یې هم نن له ارګه په چورلکه کې خپلې پلرنۍ هدیرې ته ولېږدول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x