افغانستان

بدخشان کې د معدنو پر سر خپلمنځي جګړې ۵ پولیس ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د لړم۲۱مه، ۱۳۹۳ل): په شمال ختيځ کې د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې تېره شپه غیر مسؤلو وسله والو د کران و منجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی او لږ  تر لږه ۵ پولیس يې وژلي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل لعل محمد احمدزی د پېښې د پخلي ترڅنګ وویل، چې په نښته کې یو خپلسری وسله وال هم وژل شوی او دوه پولیس نور ژوندي ترې تم شوي.

همدارنګه د پولیسو دوه رینجر او درې ټانګونه هم په دې وسله واله نښته کې ویجاړ شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا، په کران و منجان ولسوالۍ کې ډېری سېمي يې د طالبانو او ځينې بیا د وسله والو اربکیانو تر ولکې لاندې دي، وخت نا وخت پکې پر امنیتي ځواکونو مرګوني ترسره کېږي.

ویل کېږي، چې دا جګړه هغه مهال را منځته شوه، چې رباط سېمه کې د پولیسو د یوې پوستې د قوماندان او اربکیانو د مشر عبدالمک تر منځ د معدن د استخراج پر سر،چې هڅه یې کوله دا معدن په خپل لاس کې واخلي، لومړی لفظي شخړه وشوه،چې وروسته خبره وسله والې نښتې ته ورسېده او یاده مرګ ژوبله یې را منځته کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې په تړاو د خپل نظر د څرګندولو پر مهال ویلي، چې دا د پولیسو او اربکیانو تر منځ یوه وسله واله نښته وه او د ده په قول، په دې نښته کې ټولټال ۱۳تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي همداراز ویلي، چې په یوه جلا پېښه کې د دوی ملګرو څو ورځې وړاندې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ۲۹ پولیس او عسکر ژوندي او له وسلو سره لاس په لاس نېولي دي.

د کورنیو چارو  وزارت وایي، د پېښې د پلټنې لپاره یې نن  سېمي ته پلاوی استولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x