په خوست کې د باک ولسوالۍ سرپرست ولسوال وژل شوی

ghazni_blastنن ټکی آسیا: په خوست ولایت کې د باک د ولسوالۍ سرپرست ولسوال سید محمد نن د وسلوالو طالبانو له خوا په یوه برېد کې وژل شوی.

ویل کیږي چې برید کوونکو د امنتي ځواکونو دریشي اغوستي وې اونوموړی یې د همدې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې وژلی.

طالبانو په خپل پاڼه کې ددغه برید پړه په غاړه اخیستي او ویلي يې دي چې سید محمد د باک ولسوالۍ سرپرست ولسوال یې په یو غلچکي برید کې وژلی.

 

د خوست امنیه قومندان عبد الحکیم اسحاق زي مطبوعاتو ته ویلي چې نن سهار پر نهه بجې کله چې دغه ولسوال له کور څخه په خپل موټر کې د دفتر په لور روان وو، څلورو وسلوالو کسانو چې د افغان ملي فوځ یونیفورم یی اغوستی وو، پر ده ډزي وکړې او دی یې ځای پر ځای وواژه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د