افغانستان

کندوز: چاردرې ولسوالۍ کې اربکیان له خلکو باج اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې سیمییز اربکیان له خلکو په زوره عشر او باج اخلي.

د ازادۍ رادیو د راپور سره سم ددغې ولسوالۍ اوسېدونکي د سیمه ییزو پولیسو له ناسم چلند او په زور د عشر او زکات اخېستلو څخه سر ټکوي.

د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې اربکیان د خلکو په کورنیو چارو کې لاسوهنه، غلا، د خلکو زورول، په زور د عشر، زکات اخېستل، وژنې، له خلکو بډې اخېستل او نور جرمونو کې ښکېل دي.arbakiaan 2

د نوموړې ولسوالۍ د قریه تیم سیمې اوسېدونکي وايي چې اربکیان ورسره ظلم کوي، په زور ترې شیان اخلی او بچیان او ښځې یې ځوروي.

همدا راز یوه بله سپين سرې ښځه وايي چې اربکیان له خلکو د میوو، بادامو، غنمو، پسونو او نورو فصلونو عشر غواړي او ځوانان، ماشومان او ان سپين ګیري وهي ټکوي.

یو بل تن په خپلو خبرو کې ویلي چې په سیمه کې وسله وال زیات شوي، اربکیان د نورو جرمونو سربېره د خلکو د لور – خور په واده کې له کورنۍ ۲۰ – ۳۰ زره روپۍ اخلي، که یې څوک نه ورکوي، وهي او ټکوي يې.arbakiann

د چادرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د اربکیانو ددغو ناوړه کړنو په اړه يې څو وار د کندوز ولایت چارواکو ته شکایتونه کړي خو دولت د دوی ستونزو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

په عین حال کې ۲ ورځې وړاندې رسنیو راپورونه ورکړل چې د غزني ولایت په قره باغ، ګیلان او اندړو ولسوالیو کې اربکیان د ژمي د تیاري لپاره له خلکو نه پیسې، خوراکي توکي او د سون توکي په زور ټولوي.

غزني میشتی خبریال عارف نوري ویلي چې په قره باغ ولسوالۍ کې اربکیانو په هر کلي باندې اتیا منه لرګي حواله کړي او خلک یې ګواښلي چې که لرګی ورنه کړي، د عواقبو مسوولیت به یې پخپله غاړه وي.

د قره باغ ولسوالۍ د اربکیانو قومندان محمد اعظم د ورځني لګښتونه او خوراکي توکي د قره باغ بازار له دوکاندارانو او د کابل ـ کندهار د لويې لارې د مسافرینو د لوټولو له لارې پوره کوي.

د چارو د شنونکو له قوله د دولتي نظامي مسوولینو دا ډول چلند د دولت او ولس ترمنځ فاصله لا ډېروي او ښايي د مخالفو وسله والو لیکې پرې غښتلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x