د نن سرلیکنه

د کابل ـ اسلام آباد نوې یارانه، زاړه یادونه – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله:  تیره ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال رضوان اخترپه یوه ناڅاپي سفرکابل ته راغی.

کابل ته د دریو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو تر سفر وروسته په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني هم په نیږدي راتلونکي کې اسلام آباد ته ولاړشي.

پخواني ولسمشر کرزي له دولتي چارواکو سره د خپلې وروستۍ وداعیه وینا په ترڅ کې وویل چې ما په تیرو ۱۳کلونوکې پاکستان ته شل ځله سفر کړی خو په دې شلو سفرونوکې مي ځکه څه ندي تر لاسه کړي چې پاکستاني چارواکو به د سوله ییزې مرستې لپاره داسې شرائط راته وړاندې کول چې د هغو ترسره کول به له افغاني ملي ګټو سره په ټکر کې ول.

په دې سره ویلاي شو چې د کابل او اسلام آباد د تیرې ۱۳ کلنې سیاسي اودیپلوماتیکې راشه درشې محصول هماغه وه چې ښاغلي کرزي د خپلې واکمنې پر وروستۍ ورځ ورباندې اعتراف وکړ .

د ښاغلي اشرف غني د نوي حکومت په راتلو سره داسې ښکاري چې د کابل او اسلام آباد تر منځ د سیاسي ، او امنیتي روابطو نوی باب د پرانیستو په حال کې وي.

د همدې نوی باب د پرانیستلو په اړه ولس مشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر له امنیتي سلا کار ښاغلي سرتاج عزیز سره د خپلې لومړۍ لیدنې پرمهال وویل: تر اوسه پوري د پاکستاني چارواکو لخوا له مونږ سره د سولې د راوستلو په لاره کې ډیرې ژمنې شوې اوس مونږ غواړو پاکستان د ژمنو پرځای په دې لاره کې عملي ګام پورته کړي .

له سرتاج عزیز څخه د ښاغلي اشرف غني د عملي ګام اخیستلو غوښتنه په خپل ذات کې یوه مبهمه غوښتنه ده چې د توضیح لپاره یې خپله د ولسمشر وضاحت ته اړتیا لیدل کیږي.

دغه غوښتنه پرته لدي چې د پخوانۍ ادارې د هلو ځلو ناکام تسلسل وبلل شي د بل هیڅ پرمختګ هیله ترې نشي کیدلای.

په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په اړه د ولسمشر اشرف غني ټولې هڅې همداسې بي ګټې او له ابهامه ډکې دي ، نوموړي په عملي لحاظ د خپلې واکمني پیل له امریکایانو سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو وکړ، هغه تړون چې د لاسلیک کیدو له ورځې تراوسه یې یوه ورځ هم کابل آرامي نده لیدلې.

له بده مرغه په تیرو ۱۳ کلونوکې په افغانستان کې د جګړې د خاتمې لپاره د اصلې ستونزې د حل پرځای په حاشیوي هڅو ټینګارکیږي، او هغه په دې ډول چې جګړه په افغانستان کې د افغانانو او خارجي ځواکونو ترمنځ ده او حل یې له پاکستاني چارواکو څخه غوښتل کیږي.

د جګړې اصلي عامل په افغانستان کې دخارجي ځواکونو موجودیت دی ، د دې لپاره چې د دغه عامل دله منځه وړلو په اړه غور وشي نورهم د هغوی د ابقاء هلې ځلې کیږي او په دې اړه ورسره د امنیتي مرستو په پلمه جګړه ییز تړونونه لاسلیک کیږي .

په یوه وخت کې د دومتضادو کارونو ترسره کول د اور او اوبو د یوځای کولو معنا لري ،که ولسمشر اشرف غني غواړي په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره نورهم همدغه تجربه شوې تګلاره تعقیب کړي نو سر له اوسه دي پرخپلو هڅو د ناکامۍ ټاپه ووهي ؛ ځکه په تیرو ۱۳ کلونوکې چې دغې تګلارې نتیجه ورنکړه له دې وروسته هم ترې د هیڅ مثبت پرمختګ توقع ناشونې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x