امریکا په افغانستان کې په خپلو عسکرو د کاله 100 ملیارده مصرف کوي

us-soldiers-ghazniنن ټکی آسیا: په میونیخ کې افغان اولس مشر حامد کرزي ویلي چې امریکا په افغانستان کې په خپل فوځونو په کال کې 100 ملیارد ډالره مصرفه وي، او افغاني ځواکونه د کاله 8 ملیاره مصرفه وي.

دده وویل چې د القاعده او وسلوالو مخالفینو سره په جګړه کې ددواړو فوځونو د یو بل سره کومک ضروري دی، او ده دوسلوالو مخالفینو پر مقاومت باندي برۍ په نیژدې راتلونکي کې شونی وبلی.

کرزي په دې ټینګار وکړې چې باید بهرني هیوادونه باید په افغانستان کې پانګه واچوي او د افغانستان د امنیتي ځواکو په روزلو کې ورسره کومک وکي.

ده افغانستان او پاکستان په مینځ کې د ښو علاقاتو پر پرمختګ هم ټینګار وکړ، او وې ویل چې د افغانستان او پاکستان علاقات باید داسي شي لکه د جرمني او فرانسې علاقات، او ده وویل چې پاکستان او افغانستان په دې خبره ډېره زیار باسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د