افغانستان

لوګر: پر قوماندان سبزعلي برید د هغه خوريي کړی و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د لړم۲۱مه، ۱۳۹۳ل):  د لوګر ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د اربکیانو پر عمومي مشر سبزعلي سرتېری برید د هغه ساتونکي او خوريي یې کړی و.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش وايي، چې دوی ته اوس مالومه شوې ده، چې د لوګر په امنیه قومندانۍ کې دننه د اربکیانو پر عمومي مشر قوماندان سبزعلي باندې د هغه خپل خوريي سرتېری برید کړی.

دا برید چې د لړم د میاشتې پر ۱۹ نېټه او دوشنبې پر ورځ  د امنیه قومندانۍ په انګړ کې ترسره شو، چې په پایله کې يې د سبزعلي په شمول ۷ تنه پولیس  او درې تنه ملکي کارکوونکي ووژل او ۵ تنه اربکیان سخت ژوبل شول.

د لوګر امنیه قوماندان هم تایید کړه، چې دا برید د سبزعلي د یو نیږدې خپلوان له لورې ترسره شوی، خو زیاتوي، چې په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.

ویل کېږي، چې د سبزعلي خوريي عثمان چې دا برید یې ترسره کړ، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د اربکیانو په لیکو کې دنده ترسره کوله او یو ورور یې همدې قومندان ماما ور وژلی و.

طالبانو د دغه برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او په دې برید کې یې د سبزعلي په ګډون د ۱۲ پولیسو د وژلو خبر ورکړی و.

خو د طالبانو ویاند په اړه چې ایا رښتیا دا برید د عثمان نومي کس له لورې تر سره شوی او دا يې هم نه وه په ډاګه کړې، چې څرنګه یې د نوموړي قوماندان خوريي ته د داسې برید انګېزه ورکړه او ورته ویې هڅاوه.

د سېمي اوسېدونکي او د وژل شوي قوماندان کلیوال هم مني، چې نوموړي له خپلو خپلوانو سره کورنۍ ستونزې آن د بدي تر بریده لرلې، په تېره بیا له هغو خپلو او پردو کسانو سره چې د کورنۍ کوم غړی یې له طالبانو سره همکاري لرله او یا ورسره ولاړ و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x