افغانستان

د ۶۰ میلیارده ډالرو مصرف سربېره د اپیمو کښت څو چنده زیات شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۳ل): که څه هم په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا او لویدیځو هېوادونو د راتګ پر مهال د ملګرو ملتونو د احصاېیو له مخې د کوکنارو کښت ختم شوی وو، خو د بهرنیو ځواکونو د راتګ سره د کوکنارو کښت کال په کال زیات شوی، او د وروستیو راپورونو له مخې سږ کال د نورو کلونو په پرتله بی ساری وو..

د ملګرو ملتونو د نشيي توکو او جرمونو د مخنیوي څانګې د راپور په اساس د تېر کال په پرتله سږ کال د اپيمو کښت ۱۷ سلنه زیات شوې دی.

یاد دفتر د ۲۰۱۴ز کال په راپور کې ویلي چې هغو ځمکو کې چېرې چې کوکنار کرل کیږي ۷ سلنه زیاتوالی راغلی او اوسمهال د افغانستان په ۲ لکه او ۲۴ زره جریبه ځمکه کې کوکنار کرل کیږي.

په ۲۰۰۰ز کال د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ملا محمد عمر د یوه فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۰سلنه ختم کړ. دا مهال د نړۍ په کچه ۷۳ سلنه اپیمو کښت په افغانستان کې کېدلو.

د برتانیا د یو څېړنیز مرکز د راپور سره سم په ۱۹۹۹ ز کال کې په افغانستان کې ۳۰۰۰ ټنه اپیم حاصل اخېستل کېدل خو په ۲۰۰۰ ز کال کې د ملا عمر تر فرمان وروسته د اپيمو حاصل ۱۸۵ ټنو ته راټيټ شو… چي هغه یی هم په شمالي ولایاتو کی کرل کېدل.

خو په افغانستان د امریکا په مشرۍ د شاوخوا ۵۰ هېوادونو یرغل سره په دغه هېواد کې د اپیمو کښت د ۲۰۰۰ز کال په پرتله څو چنده زیات شو.

اوسمهال د افغانستان په نېږدې ټولو ولایتونو کې کوکنار کرل کیږي چې په سر کې یې هلمند دی.

هلمند ولایت کې برتانوي پوځیان مېشت ول چې څو اونۍ وړاندې يې له یاد ولایت بسترې بار کړلې.

په اکتوبر کې د امریکا یوې ادارې په خپل راپور کې ویلي و چې په ۱۳ کلونو کې د اپیمو د مخنیوي لپاره دوی ۶۰ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالر مصرف کړی.

خو ددې ټولو کوښښونو سربېره ملګري ملتونه وايي چې د اپيمو په کښت کې نور هم زیاتوالی راغلی دی.

د یوې سروې په اساس اوسمهال د نړۍ په کچه ۸۰ سلنه څخه زیات اپیم په افغانستان کې موندل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x