ورزش

افغان ۱۹ کلنو لوبډلې د سعودي زړه له کرکټه ورتور کړ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): نن د اسیا پریمیر لیگ په اوومه لوبه کې افغان لوبډلې یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه او سعودي عربستان لوبډلې ته يې په ۲۷۷ منډو ستره ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يې وکړه. افغان توپ وهونکو غوره لوبه کولو په مرسته افغان لوبډلې د سعودي عربستان لوبډلې ته ۳۲۶ منډو ستر هدف وټاکه.

دغه لوبه کې طارق ستانکزي ۶۷، راشد خان ۴۸، وحید الله شفق ۴۱ او شاهد الله ۴۱ منډې دغه ستر هدف ټاکلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.

سعودي توپ اچونکو کې فیصل د افغان لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

توپ اچونې په برخه کې هم افغان ځوان لوبغاړي خپله وړتیا وښودله او سعودي لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ او ټوله لوبډله يي په ۴۹ منډو له مخې لرې کړه.

توپ اچونه کې یو ځل بیا نوید الحق له ځانه نه هیریدونکی وړتیا وښودله او د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي یي وسوځول او خپلو ۸ اورونو کې یي یوازې ۱۷ منډې ورکړې. راشد خان ۲ او طارق ستانکزی ۱ ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x