نظــر

… بلکې د امریکا له دوستۍ وډار شه!

ليکوال: احمد جرس

مليحه لودهي د پاکستان وتلې ډيپلوماته ده، چې دوه ځله د امريکا متحده ايالتونو کې د پاکستان سفيره پاتې شوې او په سياسي علومو کې دکتورا لري د نظامي ستراتيژي چارو متخصصه او اکاديميسنه ده.
۲۰۰۸ م کال راهيسې د هاورډ پوهنتون جان ايف کينيډي انسټيټيوټ علمي غړې ده او له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بهرنيو چارو سلاکاره وه او اوسمهال د پاکستان تر ټولو ستر رسنيز ګروپ «جيو او جنګ» د نړيوالو چارو مسؤوله ده.

جيو او جنګ ګروپ د پاکستان تر ټولو ستره او معتبره رسنيزه مؤسسه ده، چې په انګريزي ژبه The News internationalورځپاڼه، اردو جنګ ورځپاڼه او جيو تلويزون چلوي.

د اسلام اباد نړيوال پوهنتون د عربي فاکولتې استاد دکتور نور جمعه ويلې، چې د يو شمېر محصلينو په غوښتنه يې له مليحه لودهي د ليدو وخت واخيست، چې هغې هم په ډېر خوښۍ محصلينو سره د ليدو بلنه ومنله.

دکتور نور جمعه ويلې، چې له وعدې سره سم مازيګر ورورسيدو، نو سيکرتر يې ويل، چې «ميډم لمونځ کوي».

استاد نور جمعه زياتوي، دوی د مليحه لودهي دفتر مخته انتظار ول، چې يو محصل د لودهي له نيمه خلاصې دروازې وروکتل، نو ګوري، چې لودهي سيګار څښوي او له څو دقيقو انتظار وروسته يې وروغوښتو.

کله چې استاد او محصلين د مليحه لودهي دفتر ته ورننوتل، نو يو شمېر پښتنو محلصين هغې ته داسې حيران حيران ګوري، مليحه لودهي پوه شوه، چې د وزيرستان، سوات او افغانستان محصلين ورته د حيرانتيا په نظر ګوري او فکر کوي، چې يوې غربۍ سره د ليدو لپاره راغلي دي.

دغه مليحه لودهي پر پښتنو محصلينو غږ کوي، چې تاسې خو ماته داسې ګورئ، لکه زه چې کومه امريکايي يا د امريکايانو ډېره نژدې دوسته او پلوې يم.

لودهي قلم راواخيست او چوکۍ کې يې ډډه ووهله او زياته يې کړه چې «زه امريکا او لويديځ تر تاسې ښه پيژنم».

دوه ځله په امريکا کې د پاکستان استازې پاتې شوې يم، دغه مهال د دواړو هېوادو تر منځ ډېرې لوړې ژورې راغلي او خلک زما په اړه فکر کوي، چې دا يوه بريالۍ ډيپلوماته ده او ما د نورو ډيپلوماتانو په څېر تل کوښښ کړی، چې امريکايي چارواکو ته ځان غرب پلوې او د امر يکا نژدې دوسته وښيم، مګر زه په زغرده وايم، چې زه تر اوسه په دې نه يم بريالۍ شوې او د ټولو هڅو سره بېره امريکا ماته د يوې قوې مسلمانې په سترګه ګوري!

لودهي د پوهنتون په محصلينو کې سترګې غړوي او وايي، چې اوس مې هم کور په امريکا کې دی، د ملګرو ملتونو د بهرنيو چارو سلاکاره وم او د هاورډ پوهنتون جان ايف کينيډي د سياسي علومو د انسټيټوت علمي غړې يم او تل مې لوړپوړو امريکايانو او لوديځوالو چارواکو سره په سياسي او ټولنيزو چارو خبرې کيږي، مګر زه دې نتيجې ته رسيدلې يم، چې د هر څومره هڅو او کوښښونو سربېره په دې نه يم توانېدلې، چې امريکايي چارواکي په دې قانع کړم، چې پاکستان او شرقي ولسونه د امريکا دوستان دي.

د مليحه لودهي له قوله لويديځوالو ته ټول مسلمانان د «اسامه او ملاعمر» په څېر ښکاري او د امريکايانو رواني تعامل هم دغه شان دی.

مليحه لودهي وايي، چې غرب او مسلمانان به هيڅکله د يوې کښتۍ سپارلي نه شي. هيڅکله به د يو فکر خلک نه شي او غرب هيڅکله شرقيان خپل سيال نه بولي او په ځانګړې توګه مسلمان هېوادونه چې امريکا او لويديځ ته هر څومره ځان ټيټ راولي او د دوستۍ تمه يې کوي، هماغومره امريکا ورته په سپکه ګوري او ناوړه تعامل ورسره کوي.

د مليحه لودهي خبرو پورې د امريکا او پاکستان د دوستۍ(!) يو څو نمونې در يادوم:

څو کاله وړاندې د بلوچستان ايالت يو اوسيدونکي ايمل کاسي په امريکا کې دوه امريکايان وژلي و او پاکستان ته په تېښته بريالی شو او هغه مهال د نوازشريف حکومت امريکا ته بېرته لاس تړلی ورکړ، مګر د امريکا د بهرنيو چارو يو لوړپوړي چارواکي پر ځای د دې چې له پاکستانه مننه وکړي، ويې ويل، «چې پاکستانيانو ته ډالر ورکوې، خپله خور او مور هم درکوي».

بيا د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته د پاکستان پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د بش ادارې د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر، کولن پاول په يو ټيليفون د پاکستان ټول هوايي ډګرونه د امريکا په خدمت کې ورکړل او د هر ډول مرستو ډاډ او ژمنه يې ورسره وکړه.

د مشرف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له خاورې پر افغانستان د بمبارۍ لپاره زرګونه پروازونه وشول، ځکمنۍ لارې يې د ناټو عسکرو د اکمالاتو پر مخ خلاصې دي او زرګونو عربان، افغانان او خپل پاکستانيان يې د امريکا لپاره ونيول او زرګونو نور يې ووژل او پاکستان لا هم د مشرف د پيل شوې جګړې لمبو کې سوځي.

۲۰۰۳م کال کې د القاعده يو غړی ابوالفراج الليبي د خيبرپښتونخوا په مردان کې ونيول شو، نو امريکايي رسنيو يو کارټون خپور کړی و، چې «ډېر ښه سپيه ښه ښکار کوې او نور هم تکړه شه» هغه مهال مشرف او پاکستاني چارواکو احتجاج وکړ او دا کار يې خپل سپکاوی وباله، مګر امريکايي چارواکو وويل، چې سپی خو د دوی نازولی حيوان دی او دا تمثیل بايد د پاکستان لپاره «افتخار» وي.

همدا رنګه که خپل هېواد ته وګورو امريکايي چارواکو د خپلو افغان غلامانو په اړه هغه څرګندونې کړي، چې سړی يې په لوستو او ليکلو شرميږي.

جنرال ټومي فرانکس په خپل کتاب «American soldier » کې ليکلي، چې دوی په لوی لاس او جنرال فهيم په چورلکه کې دننه خبرو ته کينول، چې د الوتکې د ماشين د شور په اړه څه غبرګون ښيي، نو هغه مهال قسيم فهيم دې ته وارخطا و، چې څومره ژر دوی خپله سودا وکړي او ډالر جيب ته واچوي او د الوتکې د شور په اړه يې هيڅ غبرګون ونه ښود او موږ سره د افغانستان په اړه هرې سودا ته تيار و.

د سي ای اې يو بل لوړپوړي چارواکي ګيري شيرون د استاد سياف په اړه ليکلي، «چې يو لک ډالر مې ورکړل، نو د مننې سر يې وښوراو او زياته يې کړه، چې ډېر وخت پس يې دومره ډالر په يو چيک ترلاسه کړل».

د مفکر په اړه خو به تاسې هم لوستي وي، چې يو وار بګرام ته د بنديانو د احوال په اړه ورغلی و، نو د بنديانو غوښتنې يې ځان سره ليکلې او له يادښت وروسته يې، چې کاغذونه جيب ته اچول، نو امريکايي عسکر ترې دغه پاڼې کش کړې او ورته يې وويل، چې له دې ځايه ژر وځه او هيڅوک حق نه لري، چې له دې ځايه څه ليکلي يوسي.

د بندي له قوله اشرف غني دغه مهال بنديانو ته ډاډ ورکړ، چې «د ده حافظه قوي ده او د بنديانو ټولې غوښتنې يې په خپل ذهن کې ونيولې او چارواکو سره به په دې اړه خبرې وکړي».

د داسې پېښو مثالونه دومره ډېر دي، چې له کتابه هم زياتيږي او زما د ليکنې اصلي موخه هغو يارانو ته يو تذکر او يادونه ده، چې د امريکا لپاره يې د خپل دين او هيواد اصلي بچيانو پسې راخيستې او شپه ورځ د څو ډالرو او غولوونکو پروپاګندونو له امله خپل مسلمان افغان ورور پسې سپکې سپورې وايي او ډېر ياران خو لا وينو، چې ځانونه ورته دومره پر مخ تللي ښکاري، چې عالم، ملا، ديندار او اسلامپال ورته د ټولنې بوج ښکاري او داسې ارزو لري، چې ټولنه بايد له مذهبي رجحانه پاکه شي، مګر رښتيا خبره همدا ده، چې پردي به راخپل نه کړو او خپل به پردي کړو او دغه خوبونه، چې مذهبي طبقه دې، په ټولنه کې تجريد شي، دا يو خوب دی، چې هيڅکله به حقيقت نه شي، بلکې ملا، عالم او دينداره قشر زموږ د ټولنې اصل دي او هيڅوک په هيڅ صورت نه شي کولای، چې دغه قشر په ټولنه کې له منځه يوسي او که څوک داسې کار کوي، نو زيان به يې يوازې او يوازې ده ته رسي، نه بل چا ته؛ ځکه چې څوک امريکايانو سره د خواخوږۍ او ګډ کار تجربه لري، هغوی وايي، چې امريکا او غرب ته ټول مسلمانان اسامه او ملاعمر ښکاري، خو امريکايانو مسلمانان په کټګريو ويشلي، چې سرسختو دښمنانو پسې بيا همدا خپل ياران ورته د اسامه او ملا عمر په څېر ښکاري او که وخت يې راغی، نو درمالومه به شي. ان شاءالله.

له امريکا څخه په دښمنۍ کې مه ډاريږه، بلکې په دوستۍ کې ترې وډار شه.«هنري کيسنجر» دامريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير او ملي امنیت سلاکار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

په قلم دې برکت همداسې ده وروره

غوربندي

سلام او احترام نو پس ملیحې په داسې خبرو ستاسو زړه کې ځای پیدا کړ ساده ډنګو پښتنو محصیلینو! تاسو خو یو ځلې د یوه لیبرال او بې دینه په څیره کې هم ورشی چې بیا څرنګه تنبور درته غږوي زمونږ مفکر ته چې کله تبلیغاتي انډوخر روان وو یوه ډیر پوه او نهضتي ورور! ویل چې د لیدو کاتو وخت می یې واخیست، له مجلس او خبرو یی ډیر متاثر شوم ما ویل هلکه ته خو خپله د تاثر دیپو یې دا څرنګه ترې متاثر شوی ویل هغه ډیر زیرک وو د خبرو تل ته لویده او په لنډو… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

غوربندۍ صاحب اسلام علیکم څونه ښه جواب دی ورته لیکلی دۍ ماپه اروپااوامریکاکی کارکړۍ دۍ اوزیات وخت می کی تیرکړۍ دۍ دونه بدلیدونکی خلک دی چه دسړی باورنه راځ مثلاً مابه په کمه کمپنۍ کی کارکاوه زه ډیرښه کاریګروم ترلور ماینه اوهرڅه به راته تیرول اوزماپه خدمت کی به وو کله چه به موکارورسره ختم سوباوروکه زه به حیران سوم چه دازه بدل ځای ته راغلۍ یم که ولی دونه بدوضعیت کوی بیابه مووویل داخوهغه زماشیف دی نه یم بدل ځای ته راغلۍ کفاردونه بیشرفه اوموقع فرسته دی چه په یوه ساعت کی په شل رنګه کیږی دوی تنهامادیات پیژنی… نور لوستل »

افضل

جرس صاحب او مبصرینو څخه مننه کوم ، حقایق یی لیکلی ، الله چ دی اجرونه ورکړی زه به هم یو څو جملی په دی اړه ورسره ولیکم او هغه دا چه : په دی اړه به زه د هیتلر څخه هغه پوښتنه چه د دوستانو او دشمنانو به اړه تری شوی وه ، دلته رانقل کړم ، سره د دی چه هیتلر کافر وو ، ظلم یی کړی د ډیرو نه خوښیږی ، ولی دا چملی یی زه ډیری د قدر وړ ګڼم او ډیریی یادووم او لیکم : وایی کوم ژورنالیست د هیتلر څخه بوشتنه وکړه چه تاسی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x