دیني، سیرت او تاریخقران کریم

د “وَحِفْظًا” په جمله کې قراني اعجاز

حامد افغان

په کال 1994م د می په میاشت کې د شوماکر لیفي په نوم لکۍ لرونکی comet د مشتري ستوري ته نږدې شو او 21ټوټې وګرځیدی ، چې لویه ټوټه یې (د همدې کال په جولایي کې له مشتري سره تر لګیدلو مخکي) دوه کیلومیتره وه، او د لکۍ لرونکي ټولې ټوټې د همدې کال په جولایي کې له مشترې سره ولګیدلې، که چرته دا لکۍ لرونکی د ځمکې په کُره لګیدلي وی نو ټول شموله هلاکت به یې رامنځته کړی و لکه چې ویل کیږي اتیا ملیونه کاله مخکي دا ډول یوه ټکر د ډیناسورونو نسل له منځه وړی و.
په شمسي ستوريو کې مشتري تر ټولو غټ ستوري ده او د ځمکې په نسبت د هغه کتله 318 برخې لویه ده، که لمريزو ستورو شتون نه لرلی نو د ځمکې په کُره به د دې لکۍ لرونکو د لګیدلو احتمال زیات و ، ساینسپوهان وایي: په ځانګړې توګه مشتري ځمکه له لکۍ لرونکو ژغوري ځکه د ځمکې په نسبت له مشتري سره د لکۍ لرونکو لګیدل له 2000نیولې تر 8000 پوري زیات ده، مطلب دا چې ځمکه د مشتري ستوری له لکۍ لرونکو ساتلې ده .

له دې لنډو معلوماتو وروسته راځو قرانکریم ته، الله جل جلاله دری ځایه د مصابیح (ستورو) یادونه کړې ده او د هغو په اړه یې دوه خبرې کړې دي: یوه دا چې مصابیح او ستوري د اسمان ځلا او ښکلا ده او بله خبره دا ده چې دا مصابیح ساتونکي دي، دا ایتونه په دې دریو سورتونو کې داسي راغلي دي: په سورة الصافات 6 ایت : إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ، وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَانٍ مَّارِد. په سورة فصلت 12ایت : وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا. په سورة الملك 5ایت : وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِين.ِ

په ایت کې دا خبره چې ستوري د شیطان له پاره رجم کوونکي ګرځول شوي دي بیله موضوع ده زموږ له بحث سره اړیکه نه لري موږ دلته د فصلت سورة ایت را اخلو: وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا. دلته په لنډه توګه د اعجاز مهم ټکي را اخلو: 1- په قران کې له مصابیح نه مراد ستوري دي. 2- ستوري که د اسمان ښکلا ده نویو څیړنو وښودله چې د ځمکې ساتونکي هم دي. 3- د دنیا په اسمان کې د لمریز نظام ستوري دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بارک خیل

ډاینو سار چي دومره کلونه کیږي نو دا خو بیا داحادیثو څخه بوره په ټکر کي ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close