نړۍ

د امریکا زندانونه د وحشت بېلګې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل):امريکايي چارواکو منلې، چې د سپتمبر له پېښې وروسته پر نيول شويو بنديانو بشري تېري شوي او شکنجه شوي دي او امريکايي عسکرو او محققينو له نړيوالو بشري قوانينو سرغړونې کړي دي.

جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د درناوي يوې غونډې ته د سپينې ماڼۍ د بشري قوانينو سلاکار ميري ميک ليويډ په خپلو خبرو کې وويل، «امريکا د دې وياړ لري، چې د خپل هېواد سربېره يې په ګرده نړۍ کې د بشري قوانينو د پلي کولو لپاره هڅې او مبارزه کړې.»

ميک ليويډ زياته کړه، چې ۲۰۰۱م کال کې د سپتمبر له پېښې وروسته امريکايي چارواکو پر نيول شويو بنديانو تېري کړي او هر ډول بشري قوانين يې تر پښو لاندې کړي او دغه بنديانو ته يې رنګارنګ غير بشري سزاګانې ورکړي او شکنجه کړي يې دي او دا کار د امريکا له قوانينو سرغړونه ده او دی پر دې تېروتنه او غلطۍ اعتراف کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون غړي جينز موډوګ پر امريکايي چارواکو نيوکې وکړې او زياته يې کړه، چې د سپتمبر له پېښې ورورسته پر نيول شويو بنديانو د هر ډول ظلمونو او تېريو سربېره« waterboarding» په اوبو کې د غرقولو او ګڼې نورې سزاګانې ورکړي دي.

نوموړي زياته کړه، امريکايي چارواکي اوس هم بنديانو سره دغسې چلند کوي.

د بشرق حقونو يو بل فعال لارا پيټر وويل، چې سي ای اې له هېواده بهر داسې زندانونه لري، چې پر بنديانو هر ډول ظلمونو او بشري تېري کوي، مګر امريکايي چارواکو پرې سترګې پټې کړي او تر اوسه هيڅ امريکايي چارواکي پر دغو ظلمونو خپل غبرګون نه دی ښوولی.

د ملګرو ملتونو په دغه غونډه کې له دېرشو زياتو امريکايي حقوقپوهانو ګډون کړی وه او پر امريکايي چارواکو لګيدلي تورونه يې په کلکه رد کړل او زياته یې کړه، چې دوی هيڅکله د بشري قوانينو خلاف کار نه دی کړی او که کومه تېروتنه شوي وي، نو دوی هڅه کوي، چې اصلاح یې کړي.

د يادونې وړ ده، چې امريکايي چارواکي په نړۍ کې هر ځای د بشري حقونو تر نامه لاندې فعاليتونه لري او هر ځای کولای شي، چې د بشري حقونو د سرغړونې په تور پر هېوادونو او مؤسسو بنديزونه ولګوي او بريدونه پرې وکړي، مګر د نړۍ په تاريخ کې په ځانګړې توګه پر افغانستان له امريکايي يرغل وروسته يې پر مخالفو بنديانو او عامو ولسي خلکو دومره بشري تېري وکړل، چې تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي.

په دغو تېریو او ظلمونو د بدني سزاګانو تر څنګ رواني تکليفونو او عذابونه هم شامل دي.

د بنديانو له قوله د بګرام، ګوانتانامو او نورو زندانونو کې امريکايي او افغان چارواکي پر بنديانو هر ډول ظلمونو او تېري کوي. پر سپيو يې داړي او ماران ورخوشې کوي او د بنديانو عقيدو ته د سپکاوي له امله بنديانو ته روحي سزاګانې ورکوي.

د راخوشې شويو بنديانو له قوله، چې امريکایي او افغان چارواکو د نورو تعذیبونو سربېره ورته ويل، چې«که رښتيا د الله تعالی نيک بنده ګان يي، نو له دې عذابه دې دوی وژغوري»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x