افغانستان

ناټو د خپل دوو سرتیرو د وژل کېدو اعلان وکړ

U.S._Marinekilled_in_Afghanistanنن ټکی آسیا: پرون د بهرني ځواکونو مطبوعاتي دفتر په یوه خبر پاڼه کې وویل چې ددوی دوه سرتیري د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د ماین په چاودنو کې ووژل شوه.

خبر پاڼه دا نه ده په ډاګه کړې چې وژل شوي عسکر د کوم هیواد دی، او پيښه په دقیقه چیرته را منځته سوې، مګر د افغانستان په ختیځ کې مېشتي بهرني قواوو د امریکا دي.

ددې یوه ورځ تر مخه امریکایانو اعلان کړی وو، چې دوه سرتیري یې په دوستانه بمباریو کې وژل شوي وه.

په روان میلادي کال کې د اعلان شوو بهرنیانو د مړو شمېر 117 تنو ته ورسید، چې یوازي 82 یې امریکایان او نور د نورو هیوادونو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x