نظــر

طالب وزېږولې او اوس….

ليکوال: لمر شرفزی

تقریباً اوه کاله مخکې مې د محمدیار نوم له امریکا غږ څخه هغه وخت واورېد، چې دی یې د خپلو فرهنگي هڅو له امله په خپرونه کې میلمه کړی و. ماته په کې تر ټولو جالبه دا وه، چې په دواړو پښو معیوب دی، خو بیا هم د اسلامي امارت له دورې راهیسې لیکوال، شاعر او د بېنوا فرهنگي ټولنې فعال غړی دی.

له هغې یو کال وروسته مې محمدیار د پېښور په قیصه خوانۍ کې د دانش خپرندویې ټولنې په دفتر کې په لومړي ځل ولید، چې د “ښکلا” مجله یې له کندهاره چاپ ته راوړې وه. تقریباً له ساعت ډېر بنډار مې ورسره وکړ؛ راته معلومه شوه چې “سړی په هغه تول پوره نه دی، په کوم وزن چې ما تللی و”.

یوه خبره کوه بیا یوه غیر اخلاقي ناپړیته وله او بیا غر خانده؛ بس له یوې مخې یې همدا کیسه روانه کړې وه. بده یې لا دا چې په ملایانو پسې یې بې ځایه خوله اچوله. دانش خپرندویې ټولنې ته به په هرو دوه میاشتو کې یو ځل خامخا له کندهاره پېښور ته د “ښکلا” د چاپ لپاره راتلو او تقدیر به زه هم ور برابرولم. له عبدالاحمد محمد یار (چې وروسته عبدالاحد محمدیار او اوس تش محمدیار یار دی) سره زما له څو ناستو راته معلومه شوه، چې “خوشې لډر دی”.

محمدیار د اسلامي امارت په وخت کې هغه وخت له یو معیوب او بې وزله عبدالاحمد څخه په عبدالاحد محمدیار واوښت، چې په کندهار کې د اسلامي امارت فرهنگي هڅو “کندهار” مجله خپروله.

محمدیار به یو نیم شعر لیکه او په چاپ پسې به یې د کندهار د اطلاعاتو او کولتور د ریاست دفتر ته په لکړو ور روان و. د اسلامي امارت فرهنگي غړو ځانته نېږدې کړ او دده د شعرونو په خپرولو یې دی نور هم هڅاوه، چې ښه شاعر شي. د اسلامي امارت فرهنگي غړو به په کندهار کې جوړو کړیو غونډو ته ورباله او خپلو فرهنگي ناستو ته یې ورغوښت. همدا وه، چې محمدیار د کندهار په فرهنگيانو کې لږ و ډېر مطرح شو او د شاعر او لیکوال په نوم یاد شو. محمدیار هم هغه وخت د اوس په څېر خریلی مخ نه و، بلکې ښایسته ږیره کې پریښې وه او له فرهنگي غړو به یې په نیمه خوله ده ته د داد د ورکولو مننه کوله.

د اسلامي امارت د واکمنۍ له ړنگيدو سره سم د ډېرو په څېر محمدیار هم نمک حرامه شو او په دیموکراسۍ داسې ورگډ شو، چې د اسلامي امارت ټول ښه یې له پامه وغورځول او داسې یې وښوده، چې دده گټلی نوم دده خپل ابتکار و.

په ملا پسې پوچ ویل، کلونه په ښکلا مجله کې د کولتور او هنر په نوم د اخلاقي معیارونو شاته غورځول، د پښتني کولتور پر ځای د غربي کولتور د رایج کولو لپاره هڅې او د اسلامي امارت په روانو فعالیتونو پرلپسې لفظي او قلمي گوزارونه کول اوس د محمدیار ورځنۍ چارې گرځېدلې دي. اوس خو آن د اسلامي امارت په شپو کې پر خپل فرهنگي فعالیت پښیمانه دی او د فرهنگ په نوم روان لغړ فرهنگ ته ژمن دی.

ښاغلي داد محمد ناوک یې په دې اړه د یو مجلس څو ټکي د خپل فیسبوک پر دیوال داسې لیکلې:

“گوره ناوک صیب! زه د طالبانو په وخت کې فعاله فرهنګي وم، شه ډېر کار مې ورته کاوه، خو اوس پرې پشېمانه یم.
ـ نو څه فکر کوئ داسې وخت به رانشي، چې په اوسني وخت به پښېمانه يې، چې وۍ څه بد مو کول؟
ډاډه يې وویل:
ـ نه”

له ناوک صیب سره ددې مجلس له دې ټکو یې قیاس کړﺉ، دی چې په اوسنیو فعالیتونو ځان بیا لپاره هم پښېمانه نه بولي، نو تر کومې کچې به یې فکر “لغړ فکر” گرځیدلی وي.
درې ورځې مخکې په کندهار کې د “ودان افغانستان” د ټولنې د مشر په توگه په خبري غونډه کې را څرگند شو او په هېواد کې روان جهاد یې “افراطیت” وباله. د قدیم پتیال د وژنې د غندنې په بهانه یې وویل چې: “د هېواد په پوهنتونونو کې د افراطي مفکورې پلویان زیات شوي او تر ټولو زیاته وده یې د کندهار او کابل په پوهنتونونو کې کړې، چې له امله یې پتیال هم ښکار شو”.

همدا محمدیار څو واره په کندهار کې د ملي امنیت او پولیسو لخوا وډبول شو او تر روغتونه ورسول شو، خو ده یې پر وړاندې د افراطیت غږ پورته نکړ، د هېواد د پوهنتونونو لسگونه استادان په گڼو زندانونو کې پراته دي، خو دی یې نه غندي؛ مگر یو څوک چې د کندهار د والي مرستیال او د پوهنتون شاگرد له دې امله وژني، چې د کندهار د مظلوم ولس په وژلو او کړولو کې پراخ لاس لري او هره ورځ دده تر امر لاندې لسگونه ولسي وگړي وژل کېږي او بندیان کېږي، نو دی یې پر وړاندې غږ پورته کوي او افراطیت یې بولي.

هغه محمدیار چې تر پرونه د اسلامي امارت په دروازو کې به لکړه په لاس ولاړ و او هغوی دده د معیوب بدن د احترام په خاطر له ځان سره څنگ په څنگ گرځاوه او له گوډ عبدالاحمد څخه یې “عبدالاحد محمدیار صیب” کړ؛ نن د هغوی پر روان کړي جهاد د “افراطیت” ټاپه وهي.
محمدیاره!

درځه هغه به لرې کېږدو، چې ته په فرهنگي ډگر کې همدې طالبانو رامخې ته کړې او یو څوک شوې؛ دا به هم لرې کېږدو، چې هره ورځ ستا د ښار په کوڅو کې د ښه امنیتي گارد په شتون کې لوړپوړي نظامي چارواکي وژل کېږي. دې ځای ته پام واړوه، چې له همدې ننه درې کاله مخکې هم د همدې مفکورې په لرلو یو فرهنگپال د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رییس “عبدالمجید بابی” د خپل گارد په منځ کې په نښه شو او څو ورځې مخکې هم د لسگونه گارد په منځ کې یو بل لوی چارواکی او فرهنگپال “قدیم پتیال” په نښه شو، نو څه فکر کوې ته چې د اسلامي امارت روانه برحقه مبارزه “افراطیت” بولې، نو د همدې ټوپک شپېلۍ به ستا په لور در وانه وړي؟ هغوی خو امنیت هم درلود او موټرې یې هم په خدمت کې وې؛ ته خو لکړې په لاس د ښار په کوڅو کې بې گارده گرځې، نو ستا په نښه کول به اسانه وي که د مجید بابي او پتیال؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

وروره زه هم درسره موافق یم چه یارصاب د خپل قلم سره احتیا ط نه کوی، خو زمایی په مرګ زړه نه کیژی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x