شعـــــرونه

نه ښايي بل چا لره!

شوخ د ناز کتل مي د جانانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره
خال يې د جبين او زنخدانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره

لفظ يې د ” کُن ” کړل دا دنيا او ما فيها جوړه
امر چي يې وشو هم آدم شو هم حوا جوړه
داسي سلطنت د پاک سبحانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره

نور او روښنائي چي يې خوره په ټول جهان کي شول
دوه شقه سپوږمۍ په اشاره يې په آسمان کي شول
حق يې رسالت د قدردانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره

هيڅ مقابله يې د يوه آيت کېدی نشي
څوک پکي يوه ذره تغيير هم راوستی نشي
دا رنګه اعجاز مو له قرآنه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره

ښه يې کړل واضحه ټول د شرعي مسائل راته
هم يې دي ويلي ډېر محکمه دلائل راته
صاف صفا مذهب مو د نعمانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره

بيا روان سنګر ته ځي سرونه مغربي ريبي
دا هغه ماليار دی له ګلبڼ نه چي اغزي ريبي
شين راکيټ لانچر د طالب جانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چالره

مړه ځمکه ژوندۍ په خپلو اوښکو کړي ګلونه شي
هر خوا ته ښکلا شي شنه دښتونه شنه فصلونه شي
واوري بارانونه د آسمانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره

وايي د عبرت سبق و ټول کفري جهان لره
دا ستر افتخار نظامه خاص شو و افغان لره
کلک ايمان وجدان د مسلمانه سره خوند کوي ، نه ښايي بل چا لره

شاعر: نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x