افغانستان

سرپل: د طالبانو سره په جګړه کې د ګوسفندي امنیه قوماندان ووژل شو

AfghanistanSarePolنن ټکی آسیا: د سرپل ولایت د ګوسفندی ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ګوسفندي ولسوال د رسینو سره په خبرو کې ویلي چې نن د جمعې په ورځ ماسپښين مهال دیادي ولسوالۍ د کاریز په سیمه کې د ولسوالۍ امنیه قومندان محمد دواد د طالبانو سره په یوه جګړه کې ووژل شو.

سرپل چې د افغانستان د شمالي ولایتو څخه یو دی، په دې وروستیو کې د طالبانو فعالیتونه هلته زیات سوي دي.

امریکایانو په تیرو څو ورځو کې د خپل یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ددغه ولایت شپږ تنه ملکي وګړي وژلي وو، چې بیا د هیواد اولس مشر حامد کرزي د پيښي په اړه د تحقیقاتو لپاره یو هيئت ټاکلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x