افغانستان

د ګډ حکومت دواړو مشرانو له نیکولاس هیسم نه راپور وغوښت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله په افغانستان کېد ملګرو ملتو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره په ګډه ولیدل.

دوی دواړو  له نیکولاس هیسم څخه وغوښتل چې د شپږ میاشتنیو ټاکنو په ګډون دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کړنو تفصیلي راپور دوی ته په ګډه وړاندې کړي.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دواړو تېر ماښام د ملګرو ملتو د عمومي منشي استازي ته وویل چې دوی بیا د همدې راپور په رڼا کې خپل تحلیل پر مخ وړي.

د ملګرو ملتو له لوري یوازې په ټاکنیزو ناندریو کې تر شپږ سوو ډېرو کارکوونکو دندې درلودې، چې پر معاش سربېره يې د اوسېدو خرڅ او خوراک ټول د افغان حکومت له بودیجې ورکول کېدل.

تر دې وړاندې په یان کوبیش په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړی استازی و چې د دندې په وروستۍ ورځ يې د لړم په یوولسمه د ګډ حکومت دواړو مشرانو په ګډه سره په ټټر د «غازي محمد اکبرخان رحمه الله» مډال ور وټومبه.

له ارګه په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې لومړی ولسمشر اشرف غني د یان کوبیش په سینه د مډال په ځړولو لاس پوري کوي، او بیا یې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ته، چې مخکې له مخکې ورسره ترڅنګ ولاړ وي، پریږدي ترڅو د مډال ځړولو وروستي مراحل بشپړ کړي.

یاده دې وي د ګډ حکومت مشران د له نږدې شپږ میاشتنې جنجال وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب جوړجاړي ته ورسېدل او د واک په مساوي وېش يې هوکړه وکړه.

چې په ټولو رسمي ناستو، کتنو او کنفرانسونو کې هڅه کوي چې یا جوړه حاضر وي یا يې هم بېل بېل په یوه وخت دواړه ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x