افغانستان

طالبان: په کنړ کې مو 24 مجاهدین شهیدان او 13 ټپيان شوي

us_army_crossing_the_riverنن ټکی آسیا: د کنړ د عملیاتو په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو وروستنیو څرګندونو کې د بهرني او داخلي ځواکونو هغه ادعاوي رد کړي چې ویلي وو، په کنړ کې تر 80 زیات وسلوال طالبان وژلي.. مجاهد ویلي چې د کنړ ولایت د مرورې او سرکاڼو په ولسوالیو کې د تیرو دوو اونیو راهيسي په جګړو کې تر اوسه د طالبانو 24 سرتیري وژل شوي او 13 نور ټپيان شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې په وروستیو عملیاتو کې ملکي خلکو ته هم د سر او مال درانه زیانونه اوښتې، 6 کورونه ويجاړ شوي، او ګڼ شمېر ښځي، ماشومان، او سپين ږیري شهیدان شوي، او تر 40 زیات ملکي کسان د مجاهد او طالب په نوم بندیان کړه شوي دي.

مجاهد د بهرني ځواکونو هغه ادعاوي هم رد کړې چې ګواکي ګډو قواوو د طالبانو څخه زیات شمېر وسلې نېولي، په دې اړه مجاهد ویلي چې دا وسله دوی ته د کورونو په تلاښیو کې په لاس ورغلې.. ځکه چې دا سیمه غرنۍ سیمه ده، او هر کور کې د پخوا څخه مختلفي وسلې سته.

مجاهد ویلي چې طالبانو په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه 31 بهرني او 17 افغاني عسکر وژلي، او ګڼ شمېر یې نور ټپیان کړي دي.

ددې تر مخه امریکایانو په دغو عملیاتو کې د غټو بریاوو ادعا کړې وه، او ویلي وو چې تر 80 یې زیات طالبان وژلي، او زیاتي وسلې یې هم نیولي دي.

د طالبانو د ویاند څرګندوني چې د الاماره په پاڼه کې هم نشر شوې په لاندي ډول دي:


 

ذبیح الله مجاهد: په کونړ کې مجاهدینو ته د ور اوښتي زیان په اړه ددښمن ادعا حقیقت نلري

دکونړ په ولايت کې د امريکايي عسکرو په  عملياتو کې مجاهدينو ته  ددښمن لخوا دوراوښتي زيانونو په اړه ددښمن ادعا حقيقت نلري. تقريباً دا  دوه اونۍ کيږي چې دکونړ ولايت دمرورې ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو اوهم   دسرکاڼوولسوالۍ په ګنجګل سيمه کې بهرنيو يرغلګرو او ورسره کورنيو مزدورو ځواکونو په اصطلاح عمليات پيل کړي وه چې دوه ورځې وړاندې دمروري ولسوالۍ اوبيګا شپه دسرکاڼوولسوالۍ دګنجګل سيمې نه په شاشوي چې په دغو عملياتو کې ټول ۳۱  تنه بهرني عسکر او ۱۷ کورني اجيران وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي،

ددغو عمليات په جريان کې امريکايي امبولانس هليکافترو سيمې ته ۲۹ ځله پروازونه کړي چې داپخپله ددوي په درنو تلفاتو شاهدي ورکوي او تر لسو زيات نقليه وسائط يي هم له منځه تللي دي .

بلخوا ددښمن په عملیاتو او هوايي بریدونو کې ملکي خلکو ته هم دسر اومال درانه زيانو نه اوښتي دي  ۶کورونه ويجاړشوي ګڼ شميرښځې ،ماشومان  اوسپين ږيري شهیدان شوي او تر۴۰ پورې ملکې وګړي دمجاهد او طالب په نامه نيول شوي او زندان ته استول شوي دي .

ددښمن له لوري په ترسره شویو عملیاتو کې۲۴ تنه مجاهدين شهيدان شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي چې  دټپيانوله جملې نه د۳ تنو حالت نازک ښودل شوی او دنو رو ټپونه سطحي دي  ، په دغو علمياتو کې مجاهدينو دښمن ته په بيلابيلو ځايونو کې کمينونه نيول او دځمکنيو ماينونو نه يي استفاده کوله  او ګڼ تعداد مجاهدين دجنګي تکتيک له مخې په سيمه کې غريزو سيموته ختلي وه چې په دې توګه  دمجاهدينو تلفات هغومره ندې لکه دښمن يي چې ادعا کوي ځکه  دعملياتو په وخت کې صرف هغه تعداد مجاهدين په سيمه کې اوسيدل چې چريکې عملياتو يي تقاضا کوله نو رمجاهدين محفوظو ځايونو ته نقل شوي وه .

ددښمن له لوري په خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې له مجاهدینو یې زیات شمیر وسلې نیولې ، ددښمن دا ادعا حقيقت نلري ځکه دوي  دکور په کور تالاشی په وخت کې دخلکونه کورنۍ سلاح ټوله کړې چې په دغو اسلحوکې ممکن هره نوعه  وسله وي ځکه دغه يوه غرني سيمه ده چې خلکويي له ډير پخوا څخه هره نوعه وسله په کورنوکې لرله.

په نيزدې راتلونکې کې به دوي ته ثابته شي  چې ددوي عمليات کاميابه او ادعاوي یې ترکومه بريده حقيقت لري  ان شاء الله .

ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی

۱۴۳۲/۰۵/۰۴ هق

۲۰۱۱/۰۴/۰۷م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x