افغانستان

جلال اباد کې د بهرنيو عسکرو پر کتار سرتېری بريد وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د جلال اباد ښار ته څېرمه پر حلقوي سرک«رينګ روډ» د امريکايي عسکرو پر کتار سرتيری وشو.

د رنينګ روډ اخندزاده صیب سيمې څخه د پېښې يو عيني شاهد عبدالله مبارز نن ټکی اسيا ته وويل، چې اخندزاده صيب سيمه کې يې د يوې درنې چاودنې غږ واوريد او له پېښې وروسته د امريکايي عسکرو په موټرو کې يې د اور لمبې ولېدلې، چې لږه شېبه وروسته امريکايي عسکرو د پېښې سيمه کلابنده کړه او هيڅوک نژدې نه ورپرېږدي.

لومړني مالومات په ډاګه کوي، چې برید د زرنج موټر په مټ ترسره شوی.

د ایساف او ننګرهار مطبوعاتي سرچېنو تر اوسه د برید د تلفاتو په اړه زیات څه نه دي ویلي.

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او زیاتوي، چې په دې برید کې د امریکايي ځواکونو دوه ټانګونه ویجاړ شوي او سورلۍ یې هم ، چې ښايي شمېر ۱۲ تنو رسېده، وژل شوې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې برید کې بل هېچا ته زیان نه دی اوښتی او یوازې امریکايي ځواکونه پکې په نښه شوي.

د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close