
د عمران خان او طاهرالقادري د نیولو امر وشو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د اسلام اباد د تروریزم ضد محکمې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د صوفي ملا طاهر القادري د نیولو امر کړی.
دغې محکمې په پارلمان او د پاکستان په ملي تلویزون د برید په تور د دواړو مشرانو د نیولو امر کړی دی.
همدا راز محکمې د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلی وزیر پرویز خټک په شمول یو شمېر نور سیاسي مشرانو نیولو امر هم کړی دی.
د تروریزم ضد محکمه وايي چې د ستمبر پر اوله د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه یواځې دا چې پر پارلمان او ملي تلویزون یې برید وکړ، بلکې دغو ځایونو ته یې زیان ورساوه او مامورین او پولیس يې ووهل.
د اسلام اباد پولیس وايي چې د تورنو کسانو د نیولو لپاره یې د پولیسو ځانګړي ټیمونه جوړ کړي چې ډير ژر به پر کار پیل کړي.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند او طاهر القادري په مشرۍ عوامي تحریک پلویانو د اګست په ۱۴مه حکومت ضد په سترو لاریونونو پیل وکړ.
عمران خان او طاهر القادري د لاریونونو هدف دا و چې نواز شریف په ټاکنو کې درغلۍ کړي او نوموړی په درغلۍ صدر اعظم شوې، ځکه دې نوموړی استعفا ورکړي او له سره دې بیا ټاکنې وشي.
خو نواز شریف د استعفا ورکولو څخه په څرګنده توګه انکار وکړ او یو شمېر سیاسي ګوندونو هم د نوموړي له دغه موقفه تایید وکړ چې په سر کې یې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علماء اسلام و.
مولانا فضل الرحمن په بلوچستان کې د نوازشریف او دیموکراسۍ په پلوۍ مظاهرې هم وکړې.
د ستمبر په میاشت کې د عمران خان او طاهر القادري پلویانو د پاکستان په ملي تلویزون برید وکړ او دننه د تلویزون ودانۍ ته یې زیان ورساوه. همدا راز یې د یو څه وخت لپاره د تلویزون خپرونې بندې کړې.
طاهر القادري چې تر لاریون وړاندې یې ویل چې له اسلام اباده به یا د نوموړي مړی وړل کیږي او یا به حکومت ړنګوي اوسمهال يې مظاهرې پای ته رسولي او کانډا ته ولاړ دی.
خو عمران خان لا هم مظاهرو ته دوام ورکوي او د وروستي د نیولو امر په اړه ویلي چې هيڅکله نوموړی د ضمانت درخواست ورنه کړي چې ونه نیول شي.