
د هرات سرپرست والي د ځمکې د څوارلسو غاصبینو د نیولو امر ورکړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د هرات سرپرست والي فضل الله وحیدي په دې ولایت کې د ځمکې د غاصبینو له ډلې نه د څوارلسو تنو د نیولو امر ورکړی دی.
نوموړي رسنیو ته وویل چې په هرات کې ځینې زورواکي د زرګونو جریبه ځمکې په غصب تورن دي چې باید پوښتنه يې وشي، نوموړي وویل چې د ګروېږنو په موخه يې د ولایت استیناف محکمې ته معرفي کړي دي.
د هرات سرپرست والي ونه ویل چې د غاصبینو د نیولو په امر کې کوم کسان یاد شوي دي.
خو تر دې وړاندې فضل الله وحیدي ویلي و، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اوسنی رییس او د هرات پخوانی والي یوسف نورستانی، او د حزب حرکت اسلامي ګوند مشر سید حسین انوري هم د غاصبینو په ډله کې دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د څوارلسو تنو په نوملړ کې به د دې دوو مشهورو څېرو نومونه هم و کنه.
سید فضل الله وحیدي له امریکا غږ اشنا تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د هرات دوه پخواني والیان یوسف نورستانی چې اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس دی او سید حسین انوري چې د حزب حرکت اسلامي ډلې مشر دی په هرات کې زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.
د هرات اوسنی والي په داسې حال کې د هرات په مخکنیو والیانو د ځمکې د غصب د دعوو د راپورته کولو خبره کوي چې پخپله د ولسمشرۍ لومړي مرستیا جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان ولایت کې نږدې درې کلي خپل ملیکت ګرځولي او خپلې ودانۍ او باغونه يې پکې يې اباد کړي دي.