افغانستان

کندهار: دپولیسو په تربیوي مرکز کي درنه جګړه روانه د

( نن ټکی اkandhar_police_training_center_cameسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۷) کندهار: نن سهار دلسو بجو په شا او خواکي کندهار ښارته څیرمه دا دامان په ولسوالۍ کې د پولیسو روزنيز مرکز دطالبانو لخوا تر سخت برید لاندي راغلی دي، له سیمه څخه عیني شاهدان وایی، په مرکز کي دننه دسپکو وسلو له ډزو څخه وروسته دغټو چاودنو اوازونه هم ترغوږ شوی دي، امنیتي چارواکي وایی داسي مالومیږي چي زیات شمیر وسلوالو دپولیسو مرکز تربرید لاندي راوستلي دي، تراوسه پوري دمړو اوزخمیانو کوم دقیق مالومات نشته، امنیتي مسئولین وایی برید ډیر شدید وه کیداي شي مرګ ژوبله به زیاته وی.


کندهار او شاو خوا سیمي په دي وروستیو کي یو ځل بیا دطالبانو له لوري ترسختو بریدونو لاندي راغلي دي، شنونکی وایی دطالبانو بریدونه لکه څرنګه چي عسکري څیړونکو انګیرله  له هغه څخه ډیري زیاتي دي، او داسي  مالومیږي چي نژدي راتلونکي کي به دغه شانته بریدونه نورهم زور واخلي.

وړمه شپه وسلوالو طالبانو د جلال اباد پر هوايي ډګر ورته برید کړی وو، او د طالبانو په وینا یې داخلي او خارجي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

 

 بخت الرحمن بخت …………………………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x