ټکنالوژي

د موزیلا نوې کارنامه، انټرنیټ هم ۳ډي (3D) کې استعمال کړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): موزیلا (Mozila) کمپنۍ د فایرفاکس (FireFox) بروزر ۱۰مې کلیزې لمانځلو پر مهال د دغې کمپنۍ کاروونکو ته نوی زیری هم ورکړ.

موزیلا کمپنۍ په وینا دغه کمپنۍ پر داسې ټکنالوژۍ کار پیل کړی چې په مرسته به يي کاروونکي کولی شي انټرنیټ هم د ۳ډي سره وکاروي او د انټرنیټ له استعماله نور هم خوند واخلي.

دغه کمپنۍ یوه نوې وېب پاڼه د mozVR.com تر نامه لاندې د اکولس (Oculus) کمپنۍ په مرسته جوړه کړې چې دغه کمپنۍ به په کې خپلې نوې څیړنې ځای پر ځای کوي.

دغه ویب پاڼه خاص د انټرنیټ څیړنو لپاره ځانگړې شوې چې د اکولس کمپنۍ له سمارټ فون سره کاروونکو ته وړاندې کیږي.

دغه ویب پاڼه کې د گډون لپاره کوم کې چې انټرنیټ په ۳ډي تجربه کیږي تاسې موزیلا وي ار (Mozila VR) ته اړتیا لرئ چې له همدې ویب پاڼې څخه يي تر لاسه کولی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x