بهرني ځواکونو په تېروتني خپل دوه سرتيري وژلي
نن ټکی آسیا: بهرني ځواکونو ویلي چې د افغانستان په جنوب کې په تېروتني سره د هغوی دوه تنه عسکر وژل شوي دي.
نن د کابل څخه د ایساف مطبوعاتي دفتر یوه خبر پاڼه خپره کړې، ویلي چې پرون د افغانستان په جنوبي برخه کې په تېروتني سره د ایساف دوه تنه عسکر وژل شوي دي.
خبر پاڼي زیاته کړې چې ایساف د پيښي په اړه تحقیقات پيل کړي..
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې پرون سهار د دوی او د بهرني ځواکونو تر منځ یوه نښته وسوله چې بیا د بهرني ځواکونو الوتکو د جګړي په ساحه کې پر خپلو عسکرو بمبار وکړ، چې له امله یې لږ تر لږه 10 بهرني عسکر وژل شوي دي.