نظــر

زه نه طالب يم ، نه مُلا يم….! (د سختو شيبو په زړه پوري يوه خاطره)

لیکوال: موسی فرهاد

زما د عمر دوه نیم برابره عمر یې وو ، سپینه ږیره ، دنګ سړی و ، حالاتو ډېر ځپلی ، خوارۍ پرسر اخیستی ، آریان دریان په داسی حال کې ناست و چې د وېري او ترهي آثار یې له ورایه په څیره کې څرګند وو ، تا به ویل ، چې بدن یی یو څاڅکی وینه هم نلري . دا غم ځپلی محمدعالم کاکو ؤ، چې خپل ټول پنځه اویاکلن عمر یې د غربت ، نیستۍ ، محرومیت ، او محتاجۍ په ویرجنه غیږه کې را تیر کړي ؤو ؛ خو نن هغه ټول یو خوا او دا شیبه یې د ویري او غم له پلوه ډېره ورباندي درنه وه . دی نه پوهیده چې پر کوم بدمرغه برخلیک واوښت ، او د چا بدو سترګو وخوړ چې د قبر په څیر دې توري او تاریکي زیرزمینۍ ته یې را ورساوو ؟ په هیښ ، هیښ کتلو یې ځان ته ویل : ما خو تراوسه نه د چا ور ډبولی ، نه مې څوک ځورولي ، نه مې چا ته په لاره کې اغزي کرلي او نه مې بله کومه تادا کړي ؟! آخیر ولي ؟ زه کوم بېرحمه دغو ظالمانو ته په لاس ورکړم چې په دې سپینه ږیره او مات ګوډ بدن یې نور هم په وهلو ټکولو پښتۍ را ماتي کړي .؟ آخیر ولي زما ګناه څه ده ؟

له سترګو نه یې د شبنم په څیر د اوښکو څاڅکي راتلل ، مګر ډېري ویروؤنکې صحنې یې ژړا په ستوني کې ډب کړې وه . ګډوډو خیالونو د هغه د حس او ادراک لاري ټولي تړلي وي . د قفس د مرغه په څیر یې د پنجرې دننه یوې او بلي خوا ته سترګي داسي غړولي لکه د خپل مرګي د قاصد لاري چې څاري . شیبه وروسته یې زما پر پنجره سترګي ولګيدي چې د ده سِیل ته مخ په مخ وه . هلته له یو بل سره د خبرو کولو اجازه نه وه . که چا په لوړ آواز خبري کړي وای او ساتونکو عسکرو اوریدلي او یا لیدلی وای ، د هغه به خیر نه ؤ . ځکه مې په ښکاره ورسره څه ویلای نشوای . ما هڅه وکړه چې د لاس په اشارې ورسره خبري وکړم او لږ یې دِلاسا کړم . خو ده له ویري ځان نور هم یوې ګوښې ته غلی کړ .

هره شیبه به د څارني په موخه عسکر ورته راتلل ، یوه نیمه پوښتنه به یې هم ځیني کوله ، نوم دې څه دی ، کور دي چیری دی ، څه کار کوي ، رښتیا وایه دروغ مه وایه . دا او دې ته ورته نوري پوښتني … که څه هم دا ډول پوښتني کول د ساتونکو نه ، بلکي د مستنطقینو وظیفه وه خو دوی بیا هم دا کار کاوه . د عسکرو اصلي دنده دا وه چې نوی بندي به راوړل شو نو دوی به په یوه پنجره کې ځای پرځای کاوه . د اوبو یو بوتل ، یوه زړه بستره ، یو غاب ، یوه پیاله او قرآنکریم به یې ورته راووړ . نور د بندي لپاره هرڅه ممنوع وؤ ان که د خپل ځان شیان یې وای ؛ هم یې اجازه نه وه .

لنډه داچې محمدعالم کاکو ډېر وارخطا ښکاریده ، دومره پوهیدی چې دا زندان دی او زه دغو خلکو د کوم طالب ، مجاهد او یا کوم مُلا په تور راوړی یم . حال داچې کاکو نه مجاهد ؤ ، نه طالب او نه مًلا . بلکي نالوستی ، عاجز ،سپین ږیری کاریګر افغان مهاجر ؤ چې خپل کور کلی او وطن یې د نورو سلګونو زرو هیوادوالو په څیر د سرو ، کفارو له لاسه پری ایښی او هجرت ته اړ ایستل سوی ؤ .

بهر حال ، څو شیبې وروسته یو تور لینګی عسکر چې توره ، بدشکله او لغوړنه څیره یې وه ؛ سپین ږیري بندي ته د نورو شیانو ترڅنګ قرآنکریم راوؤړ تر اوسپنیزي پنجرې یې لومړی قرآنکریم ور وایستی ورته ویل یې ، واخله . سپین ږیری چې لا له وړاندي هم وهم اخیستی ؤ ؛ سر یې را پورته کړ ویل یې : دا چشی دی ؟ هغه ورته وویل : واخله دا قرآن دی . ده ویل : نه ، نه زه قرآن نه غواړم ، زه نه طالب یم ، نه مًلا یم . زه بې ګناه یم زه غریب سړی یم ، مزدوري کوم . تاسي ولي زه بندي کړم . زما څه ګناه ده ؟ . عسکر چې په ژبه یې هم نه پوهیدی؛ بیا ورته وویل : واخله دا قرآن دی .

تلاوت کوی به یې . سپین ږیري بیا ورغبرګه کړه : قسم دی که زه یا طالب یم ، یا مًلام یم یامجاهد یم . زه قرآن نه کوم . زه طالب نه یم ، تاسي بې ګناه راوستلی یم . دا وخت په ژړا هم سو ، په لوړ آواز یې ویل : تاسي اوس له ما څخه په زور طالب جوړوئ ، ما ته قرآن راکوئ . زه په خدای قسم که طالب یم ، نه ملا یم نه مجاهد یم . زه بی ګناه یم . قرآن زه نه کوم . د پنجرې یوه کونج ته یې مخ واړاوه .

ډېر فریاد یې کاوه . چونکه زما پنجره ورته نژدې او مخ په مخ وه ؛ دغه تورلینګي عسکر ماته وویل : دا پوه کړه ته پخپله پښتو کې ورسره خبري وکه . ما ورته وویل ستا په مخکي له ماسره هم خبري نه کوي ، ته ولاړ سه ز ه به ورته ووایم . عسکر ولاړی . ما او یو دوو نورو ملګرو چې د هغوی پنجرې هم ورته نژدې وي ؛ خبري ورسره پیل کړي . په وطني لهجه مې ورته وویل : کاکو ستړی مه سي . مه خپه کیږه . ته آزادیږي . تاته هیڅ نه وایی . ته ولي داسي ډېر پریشانه یې . موږ هم ټول ستا په شان خلک یو . دلته ډېر کسان دي . دغه قرآنکریم درواخله . تلاوت کوي به یې . دا خو یوازي د طالب او ملا نه دی . دا خو د هر مسلمان دی . چې لمونځ وکړي ، او قرآنکریم تلاوت کړي . دوعاء وکړي نو به دې الله پاک ژر تر ژره آزاد کړي . د قرآنکریم په اخیستلو ته طالب کیږي نه . ویریږه مه .

بیا سپین ږیري نوري پوښتني هم پیل کړي . ویل یې داڅنګه او کوم ځای دی ؟ ما ورته وویل : دا زندان دی ، دا د هغه چا لپاره جوړ سوی دی چې مسلمان وي او د امریکایانو خلاف جهاد کوي او یا له هغوی څخه عملي کرکه او نفرت لري . دا داسي یو چا جوړ کړیدی چې په څرګنده خو مسلمانان دي ، مګر په حقیقت کې څه درته ووایم . نا اسلامي او نا انساني چلند یې ته ویني . دا په ځمکه کې لاندي جوړسوی دی . یوه اوږده کوڅه ده چې شل متره اوږدوالی او یونیم متر بر لري حمام ته ورته وړې وړې کوټې ورته راخلاصي دي . چې د هري کوټې اوږدوالی دوه نیم متره او بر یې یونیم متر دی . فقط یو سړی پکښې ګذاره کولای شي خو دوی اکثره وخت ۳ یا ۴ تنه بندیان وراچوي چې ژوند یې خورا ترینګلی وي . د ژوند له هرډول آسانتیا وو نه بندیان بې برخي وي . ځکه چې امریکا دا ډول بندیان غیرقانوني او له حقوقو څخه محروم اسیران ګڼي . خوراک مو سهار یوه پیاله چای او یوه وړه ټیکله (ډوډۍ) ، غرمه مهال همیشه دال چې یوازي په اوبو کې ایشول سوی او سره مرچ پکي ترحد زیات اچول شوي . ماښام هم دې ته ورته خواړه پاخه وي خو بدلیدونکي یعنی کله سابه ، کله سپوره شوروا او داسي نور … د عسکرو چلند ډېر ناوړه ، ظالمانه ، ځورونکی او توهین آمیزه وي .

دلته درې قسمه خلک را وستل کیږي لومړی د طالب په نامه چې ورته وایی تاسو ولي له امریکا سره جګړه کوئ ، دویم قسم خلکو ته وایي تاسو ولي ناست یې وطن مو سرو کفارو نیولی او تاسو جهاد ته نه ځئ . درېیم قسم خلکو ته وایی چې تاسو له افغان حکومت سره اړیکي لرئ .

د لته داسي خلک هم بندیان دي چې له یوه کال نه تر ۸کالو پوري وخت یې کیږي چې په دې کوټه قلفي کې پراته دي . تراوسه پوري یې یوه ورځ هم لمر نه دی لیدلی . دې او نورو تفصیلاتو اوریدلو سپین ږیری نور هم حیران کړ . په ژړا سو ، ویل یې پر مسلمانانو څه حال دی . دا خلک خو ځان ته مسلمانان هم وایی موږ خو له کفارو دوی ته هجرت راکړی ، موږ وایو دا مو مسلمان ګاونډیان دي ،نه پوهیدلو چې دا زموږ او زموږ د دین اصلي دښمنان دي ، موږ څه خبر وو چې دوی به له موږ سره داسي عمل کوي تردې خو مو وطن بیا هم ښه وو . کفارو که ظلمونه کول ؛ له هغوی خو ګیله نشته مګر هلته هم داسي په نامه مسلمانان افغاني عسکر وو خلک یې دغسي ځورول چې څوک به د امریکا مخالف وو ، دغسی به یی زندانونو ته اچول او یا به یې شهیدانول .

سپین ږيري محمدعالم کاکو ته مې وویل : تا ولي قرآنکریم دروانخستی ، قرآن شریف درواخله موږ ټولو را اخیستی دی . ده وویل : هسي نه چې د طالب یا مجاهد په تور مې ترکلونو پوري بندي کړي . د نوموړي له دې خبري سره ما ته سمدستي د نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا حدیث شریف را یاد سو چې فرمایلی دی : په آخِره زمانه کې به اسلام داسي شي لکه د اور سکروټه ، څوک به یې ور اخیستلای نشی چې لاس یې په سوځي ، او نه به یې غورځولای شي چې ورته اړتیا لري .

عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « يأتي على الناس زمان القابض على دينه كالقابض على الجمر.» رواه الترمذي .
پای .

…نور بیا … !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx