افغانستان

شیرمحمد کریمي: طالبان د عقیدې له مخې جنګېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): جنرال شیرمحمد کريمي وايي چې ټول طالبان د يوې عقیدې له مخې جنګېږي، چې خپل او پردی پکې مانا نه لري.

د افغان پوځ لوی درستیز شیرمحمد کريمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو په وړاندې پولې کومه مانا نه لري او ټول د یوې عقیدې له مخې جنګېږي.
نوموړي د طالبانو د عقیدې پر څرنګوالي ونه غږېده، خو ويې ویل چې موږ باید طالب په پاکستاني او افغان ونه وېشو، ځکه چې ټول په یوه عقیده مخ پر وړاندې ځي.

وړاندې افغان حکومت له خپلو بهرنیو همکارانو سره جوخت طالبان د پردیو ګټو لپاره جنګېدونکي بلل او د هغوی مبارزه يې یوه استخباراتي جګړه بلله.

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی نظامي مسوول پر دې اعتراف کوي چې طالبان د چا د ګټو یا هم مادیاتو لپاره جګړه نه کوي.

شیرمحمد کريمي وویل چې دوی له بهرنیو همکارانو سره یوځای د جلال اباد ـ تورخم په لویه لاره د معلوماتو او همغږۍ دفتر خلاصوي چې پکې په شریکه معلومات راټول کړي.

نوموړي وویل چې له طالبانو سره جګړه د یوې عقیدې پر ضد جګړه ده، چې په خبره يې دې جګړې ته اوس پاکستان هم تیار شوی او د طالبانو پر تاوان پوهېدلی دی.

نوموړي وویل چې دوی به په دې ګډ مرکز کې له خپلو بهرنیو دوستانو سره استخباراتي معلومات هم شریکوي او په ګډه به په همغږۍ پر «دوښمنانو» بریدونه کوي.

د سیاسي چارو ډېری شنونکو د امریکا یرغل د یوې عقیدې پر وړاندې جګړه ګڼي او په مقابل کې يې طالبان هم عقیدوي جنګیالي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x