افغانستان

هلمند: لاریون کوونکو د مخابراتي شبکو د بیا فعالیت غوښتنه وکړه

afghan_man_with_mobilephoneنن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د مرکز لښګرګاه اوسیدونکو نن په یوه لاریون کې غوښتنه وکړه چې موبایل تلیفونو شرکتونه باید خپل فعالیت ژر تر ژره شروع کړي..

لاریون کوونکو د افغان بیسیم او روشن تلیفوني شبکو دوه انتنونه هم د احتجاج په توګه را غورځولي.

لاریون کوونکو ګواښ وکړ چې که چیري دغه شرکتونه یو وار بیا په هلمند کې خپل فعالیت پیل نه کړي، نو دوی به په ټوله هلمند کې ددغو شرکتونو یو انتن هم روغ پرې نه ږدي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل ددغه لاریونو وروسته مطبوعاتو ته ویلي که چیري موبایل شرکتونه خپل د هر انتن پر سر د ساتونکو یوه پوسته غواړي، نو دوی ورته چمتو دي، مګر که بیا هم دوي دې ته نه راضی کیږی چې خپل فعالیت یو وار بیا پيل کړي، نو مونږ به ددوی ټوله انتنونه ټول او د هلمند ټوله قراردادونه به ورسره فسخ کړو.

د هلمند څخه ځینو اوسیدونکو ویلي چې دغه لاریون د حکومت په لمسون جوړ سوی وو، ځکه چې د موبایل شبکو د حکومت هغه مطالبې په وار وار رد کړې چې غواړي په هلمند کې د طالبانو د ګواښ سربېره خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د یادوني وړ ده چې په هلمند کې مخابراتي شبکو هغه مهال خپل فعالیت ودروی چې د طالبانو له خوا ورته ګواښ سوی وو.. ځکه چې طالبان وايي ددغه مخابراتي شبکو له لاري امریکایان ددوی سرتیري تعقیبوي.

طالبانو په خپل یوه بیان کې د امریکایانو له خوا د ملکي وسایلو څخه د امریکایانو له خوا استفاده کول غندلي وه، او ګواښ یې کړی وو چې هغه روغتونونه، یا مکتبونه چې د امریکایانو او داخلي امنیتي چارواکو له خوا د مرکزونو په څیر استعمالیږي، دوی به یې د مشروع هدف په توګه په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x