
په څرخي پله کې ۹۰کلن زنداني په پنځلس کاله بند محکوم شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د څرخي پله په زندان کې نوي کلن سپین ږېری زنداني په پنځلس کاله بند محکوم شوی چې تر اوسه يې درې کاله تېر کړي دي.
سپین ږير چې د زندان په ملګرو کې په خالد بابا مشهور دی، له تېرو دریو کلونو راهیسې په بد روغتیايی وضعیت کې شپې تېروي.
ویل کېږي محکمو پر خالد بابا له طالبانو سره د همکاري په نامه هغه په پنځلس کاله بند محکوم کړی دی.
د خالد بابا تر څنګ تر هغه پنځه کاله کشر پنځه اتیا کلن عبدالستار هم پر همدې نامه زنداني شوی دی.
عبدالستار د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکی دی او په ټولو محکمو کې يې د دوی په خبره بې ثبوته پر شپږ کاله زندان محکوم کړ دی.
د هېواد په زندانونو کې د زندانیانو وضعه د ګډ حکومت په راتللو لا ترېنګلې شوه، که څه هم د نوي حکومت مشرانو په خپلو تبلیغاتي ټاکنیزو شعارونو کې پر دې ټینګار کاوه چې دوی به د بې جرمه زندانیانو دوسیې ژر ختموي، خو لا يې هم درک نشته.
د څرخي پله په زندان کې له زندانیانو سره بد چلند، شکنجې، د یخني پر راسېدو له ډېر عمره زندانیانو سره نا مناسب چلند او له ناروغو زندانیانو سره تند برخورد هغه څه دي چې زندانیان يې له زغمه وتي ګڼي.
تر دې وړاندې هم په څرخي پله زندان کې د مسوولینو له ناسم چلند او د دوسیو پر وخت نه کتلو له امله ګڼو زندانیانو د نه خوړو د اعتصاب له امله خپلې شونډې ګنډلې وي، چې په دولتي سطحه يې اثر تر اوسه نه ښکاري.