د ولسمشر د لومړي نمبرفرمان، لومړی نمبر ناکامي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل) ولسمشر اشرف غني د هیواد په دولتي سیسټم کې د اداري اصلاحاتو راوستلو او فساد د مخنیوي په غرض د خپل کاري فعالیت په لومړۍ ورځ د کابل بانک د جنجالې قضیې د هواري لپاره یو فوق العاده فرمان صادرکړ او لویې څارنوالې ته یې دستور ورکړ تر څو په یوه نیمه میاشت کې دغه ستونزه حل او په هغه کې ټول ښکیل مظنونین تر عدلې تعقیب لاندې ونیسي.

تیره ورځ د کابل په استیناف محکمه کې د کابل بانک د پخواني مشر شیرخان فرنود او خلیل الله فروزي په شمول دفساد په دغې دوسیې کې ۱۲ نیول شوي کسان په داسې حال کې په خپلو جرمونو مجازات شول چې هغوی په دې دوسیه کې له ځانه سره د ۲۲۷ تنه نورو دخیلو کسانولیست داستیناف محکمې قضايي هیئات ته وسپاره چې په یاد لیست کې پر نورو لوړپوړو دولتي چارواکوسربیره د ولسمشر اشرف غني د اقتصادي سلاکار او د ماليي وزارت سرپرست ښاغلي عمر زاخیلوال نوم په سرکې لیکل شوی وه.

د محکمې په پاي کې د کابل بانک نیول شوي اجرائیه ريس خلیل الله فیروزي خبریالانوته وویل چې که دولت واقعا هم دا لانجه ختمول غواړي نو لومړی دې د مالیې وزارت سرپرست عمر زاخیلوال محکمې ته حاضر کړي، ځکه نوموړی هم خپله په دې دوسیه کې ښکیل دی او هم د دوسیې نورمتهمین د ده په تضمین له محکمې ایستل شوي.
د کابل بانک لانجمنه دوسیه په افغانستان کې د مالي فساد ترټولو لویه قضیه ده چې له یاد بانک څخه خواشا ۹۶۲ ملیون ډالره په ناقانونه توګه ایستل شوي او په نتیجه کې یې یاد بانک له بحران سره مخ شو.

نن پنجشنبه د ولسمشر اشرف غني لخوا د کابل بانک دوسیې ته ټاکل شوي مهلت په داسې حال کې پایته رسیږي چې نه یواځې داچې دغه دوسیه حل نشوه بلکې په هغې کې د عمرزاخیلوال غوندې لوړو پوړو دولتي چارواکو د ښکیلتیا له امله هغه نوره هم ستونزمنه شوه چې په نیږدې راتلونکي کې یې د حل کوم امید نه ترسترګو کیږي او په دې سره د اداري اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړی نمبر فرمان له ښکاره ناکامي سره مخ شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اسدالله
میلمه
اسدالله

ګرانو د ناکامی کلیمه مه ذکر کوه دا ځکه چه : ۱ ) شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالرو اصولول یو ه لویه لاسته راوړنه وه ۲) د پوروړو لست او رسنیو اعلانول بله لاسته راوړنه ده ۳) قضا او سارنوالی په حرکت راوستل همچنان او داسی نور
زما هیله داده چه ډیره به یی ګرمه ننیسو امید دی چه ډیری نا اشنا څیری به د رسنیو مخی ته راشی، وسلام

فرهاد نوري
میلمه
فرهاد نوري

اسد الله صیب! د کابل بانک په اړه به د ولسمشر فرمان په ریښتیاهم هغه وخت بریالی وي چې وکړای شې د کابل بانک د دیوالي کیدو ټول عاملین د محاکمې میزته راکش کاږي. د دغې لانجې اصلي عاملین عمر زاخیل وال ، حسین فیهم ، محمود کرزی او قدیر فطرت دي. چې وروستی په امریکا او نور دواړه یې دارګ په خواشاکې ګرځي . دا نه دعدالت اصول دي اونه د نظامداري چې یواځې بي وسه کسان راټینګ او زورور خلاصې تڼۍ ګرزي. که ولس مشر په ریښتیاجدي او په دې فرمان ګې ځان بریالی بولي نو دي زورور… نور لوستل »