پکتیا: د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې ناټو دوه دیني عالمان نیولي دي
نن ټکی آسیا: تېره شپه ناوخته د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ څخه ناټو دوه کسه دیني عالمان مولوي صابر او مولوي نیاز الدین د طالبانو د قوماندانانو په تور نیولي.
د ډنډ پټان ولسوال نیاز محمد ویلي چې دا دواړه د وسلوالو طالبانو سره هیڅ نوعه اړیکي نه لري، او دواړه دیني عالمان دي.
د بلي خوا د ناټو مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا دواړه عالمان یې د سړک د غاړي بم د ښخولو پر مهال نیولي.