نړۍ

مصر: په وسله وال بريد کې اته عسکر ورک او پنځه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): مصري پوځ ويلي، چې تېره شپه د انصار بيت المقدس جهادي ډلې په يو وسله وال بريد کې د دوی اته سمندري عسکر ورک شوي او پنځه نور ټپيان دي.
مصري پوځ وايي، چې دا لومړی ځل دی، چې وسله وال مخالفين د مصر پر سمندري عسکرو بريدونه کوي.

د مصري پوځ وياند محمد سمير په خپله فيس بوک پاڼه کې ليکلي، چې تېره شپه ناوخته د هېواد شمال نيل سمندرګي کې وسله والو مخالفينو اسلامي دولت پورې تړلې جهادي ډلې «انصار بيت المقدس» پر سمندري ځواکونو بريد کړی چې له امله يې اته عسکر ورک او پنځه نور ټپيان دي.

محمد سمير زياتوي، چې په دغه بريد کې څلورې پوځي کشتۍ هم له منځه تللي دي.

الاناضول خبري اژانس وايي، چې د مصر په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې وسله وال مخالفين د مصر پر سمندري عسکرو بريد کوي او د اته عسکرو د ورکيدو او پنځو د ټپي کېدو سربېره څلور پوځي کشتۍ يې هم ويجاړې کړي دي.

د مصر شمال سيناء ولايت کې له ډېرې مودې راهيسې انصاربيت المقدس جهادي ډله د مصري حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي او دغه مبارزه هغه مهال لا هم غښتلې شوه، چې مصر کې د ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي د حکومت تخته نسکوره شوه او د پوځ مشر فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي د پوځ په مټ پر ولسمشر مرسي کودتا وکړه او د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران يې په زندانونو کې واچول او د کودتا مخالف زرګونو مصريانو ته مرګ ژوبله واوښته او زرګونو نور اوس په محبسونو کې پراته دي.

مصري چارواکي د داسې بريدونو پړه پر اخوان المسلمين اچوي، مګر اخوان په خپلو رسمي څرګندونو کې ويلي، چې د دوی مبارزه سوله ييزه ده او هيڅکله د وسله والې مبارزې اراده نه لري او نه هم په داسې بريدونو کې لاس لري، مګر مصري چارواکي بيا هم پر اخوان المسلمين دغه شان تورونه لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x