مایکروسافټ لومیا ۵۳۵ له ټیټې بیي سره بازار ته وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): له دې وروسته به مایکروسافټ کمپنۍ د نوکیا نوم هم نه کاروي او د دغې کمپنۍ نوي سمارټ فونونه به د مایکروسافټ تر نامه لاندې بازار ته وړاندې کیږي.]

مایکروسافټ کمپنۍ خپل لومړنی سمارټ فون چې نوکیا نوم په کې نه دی کارول شوی معرفي کړ. دغه موبایل مایکروسافټ لومیا ۵۳۵ نومول شوی چې ۵ انچه سکرین لري.

دغه نوی لومیا ۱.۲ جي بي سکواډ کور (Squad core) پروسېسر، ۱ جي بي رېم (RAM) او دواړه مخکې او شاته برخه کې ۵ میګا پکسله کامره لري. دغه سمارټ فون (۹۶۰*۵۴۰) ایچ ډي ډسپلې لري.

دغه سمارټ فون د وینډوز ۸.۱ په وسیله کارول کیږي. لومیا ۵۳۵ سمارټ فون به د ۲۰۱۵ز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې بازار ته وړاندې شي چې بیه به يي ۱۳۶ امریکايي ډالر وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د