خبرونهنړۍ

بایډن: «صهیونست یم، د اسراییلو ملاتړ کوم»

د متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر، جو بایډن اعتراف کړی چې «صهیونیست یم».

بایډ د منځني ختیځ له هېوادونو غوښتي چې د «مشترکو ګواښونو» سره د مقابلې له پاره له یو بل سره متحد شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر منځنی ختیځ له یوې سختې سیمې سره ورته بللی: «د اسراییلو شمال ته د حزب الله توغندي، د اسلامي دولت او النصره ډلې بیا د عراق په شمال او ختیځ کې، د ایران اتومي پروګرام په دې سیمه کې موجود دي».

بایډن د ایران په باب ویلي چې هېواد به یې اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی وکړي.

ده په ډاګه کړې چې امریکا اسراییلو ته هره ورځ ۸،۵ ملیونه ډالر ورکوي تر څو شپږو کلونو پورې خپلو امنیتي مسئلو ته پام وکړي.

منځني ختیځ کې حالات له هغې وروسته ډېر ترینګلي شول او ناامنۍ ژبغړاندې شوې چې امریکا پر عراق یرغل وکړ. هلته یې نظام له منځ یووړ.

بوش چې پر عراق د یرغل پیل یې کړی و، تېره اوونۍ يې بیا څرګنده کړې وه چې له دې وراني «پښېمانه نه دی».

جورج بوش پر عراق په دې پلمه یرغل وکړ چې هلته د «ډله ییزو وژنو» وسلې دي چې بیا وروسته دا ادعا غلطه ثابته شوه.

د امریکا د دې یرغل شریک، د انګلستان د هغه مهال لومړی وزیر، ټوني بلیر هم هغه مهال چې د عراق ګډوډي زیاته شوه وویل چې «موږ د عراق د غمیزې مسئولین نه یو».

خپلواک کارپوهان د منځني ختیځ د غمیزې او ګډوډیو پړه پر امریکا او انګلستان اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x